ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوړو زده کړو قانون ځينې اختلافي مادې تصويب شوې

د لوړو زده کړو قانون ځينې اختلافي مادې تصويب شوې

author avatar
17 Jun 2013 - 16:05
د لوړو زده کړو قانون ځينې اختلافي مادې تصويب شوې
author avatar
17 Jun 2013 - 16:05

کابل (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٢): ولسي جرګې د لوړو زده کړو قانون ځينې اختلافي مادې تصويب کړې، چې د يوې مادې له مخې يې بايد د پوهنتونونو رييسان د استادانو تر منځ د ټاکنو له لارې وټاکل شي.

د عدليې وزارت شاوخوا ٧ کاله وړاندې د لوړو زده کړو قانون مسوده د تصويب په موخه ولسي جرګې ته وړاندې کړې ده.

په تېرو څو کلونو کې د قانون په ياده طرحه کې د “پوهنتون او دانشګاه او پوهنځي او دانشکدې” کلمو د کارولو په اړه په ولسي جرګه کې څو ځلې بې پايلې بحثونه شوي او پر سر يې څو ځلې لفظي او فزيکي شخړې شوې دي.

 دغه طرحه نن يو ځل بيا د ولسي جرګې د ديني، فرهنګي، لوړو زده کړو او پوهنې کمېسيون له خوا د جرګې عمومي غونډې ته د تصويب په موخه وړاندې شوه، خو د يادو کلمو په اړه بحث ونه شو.

د ياد کمېسيون مشرې هيلۍ ارشاد وويل، چې پر دې طرحه د جرګې په اتلس ګونو کمېسيونو کې بحث شوى او نهه اختلافي توکي لري.

د هيلۍ د معلوماتو له مخې ، د قانون په دې طرحه کې حکومت وړانديز کړى چې د پوهنتونو رييسان بايد د پخوا په څېر د ولسمشر له خوا وټاکل شي.

خو د هغې په وينا، کمېسيون وپتېيله چې د پوهنتونونو رييسان بايد د درېيو کلونو لپاره د استادانو له خوا د سري او مستقيمو رايو له لارې وټاکل شي.

د جرګې په عمومي غونډه کې له حاضرو شاوخوا ١٤٠تنو څخه د اصل متن لپاره ٥٢ تنو او د اتلس ګونو کمېسيونونو له خوا د وړانديز شوي تعديل لپاره ٨٣ تنو رايه ورکړه.

د هغې په وينا، په دې طرحه کې حکومت وړانديز کړى، چې د پوهنتونو مرستيالان بايد د لوړو زده کړو موسسو د علمي شورا له خوا ولسمشر ته د تاييد په موخه معرفي شي.

خو د دې په وينا، د جرګې يو شمېر کمېسيونونه ټينګار کوي، چې د پوهنتونونو مرستيالان بايد د پوهنتون د رييس پر وړانديز او د لوړو زده کړو وزارت او ولسمشر په منظورۍ وټاکل شي.

وروسته د جرګې له حاضرو ١٤٠ غړو څخه ٨٨ تنو د کمېسيونونو نظر تاييد کړ.

ولسي جرګې په ياده طرحه کې د حکومت هغه وړانديز تاييد کړ، چې د پوهنتون مرستيال استاد بايد پر يوې معتبرې بهرنۍ ژبې تسلط ولري.

د يادې مادې تر تصويب وروسته په شاوخوا دوولس نيمو بجو او وړاندې تر دې چې د جرګې مشر د غونډې د پاى اعلان وکړي وکيلان له خپلو ځايونو پاڅېدل او ويل يې چې وخت پوره شو.

د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون مشرې هيلۍ ارشاد وکيلانو ته ويل: ((خير دى کېنئ يو څو نورې اختلافي مادې هم پاتې دي.))

خو د ارشاد خبرو ته چا غوږ ونه نيو.

د ولسي جرګې دويم مرستيال محمد صالح سلجوقي چې نننۍ غونډ يې په مشرۍ جوړه شوې وه وويل: ((زه له وکيل صاحبانو څخه مننه کوم، چې نن مو تر پايه پورې نصاب درلود.))

سلجوقي وويل، چې د يادې طرحې پر نورو مادو به د جرګې په راتلونکې غونډه کې بحث وشي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.