پل علم (پژواک ٢٨ غبرګولى٩٢): چارواکي وايي، د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د ناټو چورلکو په بريد کې درې کليوال وژل شوي دي.
د بره کي برک ولسوال انجنير محمد رحيم امين د غبرګولي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېر ماښام د توکل په کلي کې شوى دى.
نوموړى وايي، چې د چورلکو په دغه بريد کې دوه اتلس کلن تنکي ځوانان او يو دوولس کلن ماشوم وژل شوي دي.
د ولسوال په خبره، د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي څو معلومه کړي، چې ولې کليوال په نښه شوي دي.
د سيمې يو اوسېدونکى عبدالله وايي، کليوال پر لوبو لګياوو، چې د ناټو چورلکو پرې ډزې وکړې او ځاى پر ځاى يې ووژل.
هغه زياتوي، د پېښې دې جدي پلټنه وشي ځکه دغو کسانو له وسله والو سره هيڅ اړيکې نه لرلې.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې ځواکونه يې پرون په برکي برک ولسوالۍ کې درې تنه وسلوال مخالفين وژلي دي.
سرچينه زياتوي چې د ملکي تلفاتو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې يو تن وژلى او درې نور يې ژوبل کړي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د قاري صدي په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ده په خبره، چې په ټپيانو کې دوه ماشومان دي.
تېره اونۍ هم په هلمند کې د ماين چاودنې څلور ملکي کسان وژلي وو.
تر دې مهاله د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن