کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): ولسمشر حامد کرزی د ايران د نوي ولسمشر حسن روحاني د لوړې له مراسمو وروسته دغه هېواد ته سفر کوي.
په دې اړه له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې حامد کرزي تېر ماښام د ايران له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډاکټر حسن روحاني سره په ټيلېفوني اړيکه کې نوموړي ته په ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا مبارکي ورکړه.
ولسمشر کرزي ډاکټر حسن روحاني او د ايران ملت ته د کاميابۍ او نېکمرغۍ د هيلې ترڅنګ ويلي: “افغانستان له خپل دوست او ورور هېواد ايران سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.”
ولسمشر په دې ټيلېفوني اړيکه کې هيله څرګنده کړه، چې د ايران د نوي ولسمشر د لوړې مراسو څخه وروسته به په يوه مناسب فرصت کې له ايران څخه ليدنه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هغه نوي ايراني سيال هم د افغانستان خلکو د نېکرغۍ او بريا د هيلې ترڅنګ د ولسمشر کرزي له ټيلېفوني اړيکې مننه کړې او له هغه نه يې غوښتي، چې ايران ته سفر وکړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن