ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى ايران ته سفر کوي

حامد کرزى ايران ته سفر کوي

author avatar
18 Jun 2013 - 10:33
حامد کرزى ايران ته سفر کوي
author avatar
18 Jun 2013 - 10:33

کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): ولسمشر حامد کرزی د ايران د نوي ولسمشر حسن روحاني د لوړې له مراسمو وروسته دغه هېواد ته سفر کوي.

په دې اړه له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې حامد کرزي تېر ماښام د ايران له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډاکټر حسن روحاني سره په ټيلېفوني اړيکه کې نوموړي ته په ولسمشريزو  ټاکنو کې د بريا مبارکي ورکړه.

ولسمشر کرزي ډاکټر حسن روحاني او د ايران ملت ته د کاميابۍ او نېکمرغۍ د هيلې ترڅنګ ويلي: “افغانستان له خپل دوست او ورور هېواد ايران سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.”

ولسمشر په دې ټيلېفوني اړيکه کې هيله څرګنده کړه، چې د ايران د نوي ولسمشر د لوړې مراسو څخه وروسته به په يوه مناسب فرصت کې  له ايران څخه ليدنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هغه نوي ايراني سيال هم د افغانستان خلکو د نېکرغۍ او بريا د هيلې ترڅنګ د ولسمشر کرزي له ټيلېفوني اړيکې مننه کړې او له هغه نه يې غوښتي، چې ايران ته سفر وکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.