ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د کندهار او هلمند د خلکو د ستونزو د څېړلو لارښوونه وکړه

author avatar
18 Jun 2013 - 17:52
author avatar
18 Jun 2013 - 17:52

کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): ولسمشرحامدکرزي ځينو حکومتي ادارو ته د کندهار او هلمند د خلکو د ستونزو او غوښتنو د څېړلو لارښوونه کړې ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د کندهار او هلمند ولايتونو يو شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو له حامد کرزي سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې خپلې ځينې سيمه ييزې ستونزې بيان کړې.

په دغې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوې، مولوي محمد نسيم اخندزاده، مولوي نظرمحمد، مولوي عبدالمبين او د هلمند ښاروال محمد فاضل صافي د نورو په استازيتوب خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، يادو کسانو د ارغنداب پر سيند باندې د اوبو د  دوو بندونو، د کندهار په ښار کې د استوګنې د يوه ښارګوټي، د لښکرګاه  ښار ته څېرمه د پراته ځنګله د استنادي دېوال او د لښګرګاه د پخواني پله ترڅنګ د يوه بل پله پر جوړېدو او د پخواني پله پر بيارغونې ټينګار کړى دى.

د سرچينې په وينا، حامدکرزي د پوهنې او فوايد عامې وزارتونو وزيرانو او د نورو اړوندو ادارو چارواکو ته، چې په غونډه کې حاضر وو، لارښوونه کړې، چې د هغوى ستونزې او غوښتنې په هر اړخيز ډول وڅېړي او د خپلو څېړنو راپور په راتلونکې غونډه کې، چې د يادو ولايتونو يو شمېر مشران به هم په کې حاضر وي، وړاندې کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر يادو مشرانو ته له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي فعاليتونو د رهبرۍ د لېږد، په قطر کې له طالبانو سره د مذاکرې لپاره د دفتر د پرانيستل کېدو او د سولې د بهير په اړه معلومات ورکړي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.