کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): پاکستان د ولسمشر حامد کرزي نيوکې رد کړې او ويلي يې دي، چې دوى د افغانستان د سولې له پروسې کلک ملاتړ کوي.
په کابل کې د پاکستان سفارت د غبرګولي په ٢٨مه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې يوه کاپي پژواک خبري اژانس رالېږلې، چې په کې د ولسمشر کرزي ځينې څرګندونې رد شوې دي.
سرچينې زياته کړې، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له يوه خصوصي تلويزيون ( جيو) سره په ځانګړې مرکه کې ادعا کړې ،چې د پاکستان ځينې ادارې نه غواړي په افغانستان کې سوله او امنيت ټينګ شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان حکومت او ټولې ادارې د خپل هېواد د ملي امنيت او بهرنۍ پاليسۍ په اړه ګډ دريځ لري.
سرچينه وايي، په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان د بهرنۍ تګلارې مهمه برخه ده او د پاکستان د ټولو ادارو لخوا د دغه کار ملاتړ کېږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دې پروسې د برياليتوب لپاره په کار ده دواړه هېوادونه په ګډه اقدامات وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((دا زموږ په ګټه ده، چې په ګډه سره د ترهګرۍ په ګډون د ټولو ننګونو پر وړاندې مبارزه وکړو چې زموږ سيمه ورسره مخ ده.))
سرچينه زياتوي، چې د پاکستان نوي حکومت په تکرار سره ويلي، چې دوى د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن