ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ځينو وکيلانو پر اوسني نظام او طالبانو نيوکې وکړې

د ولسي جرګې ځينو وکيلانو پر اوسني نظام او طالبانو نيوکې وکړې

author avatar
22 Jun 2013 - 18:10
د ولسي جرګې ځينو وکيلانو پر اوسني نظام او طالبانو نيوکې وکړې
author avatar
22 Jun 2013 - 18:10

کابل (پژواک د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢): د ولسي جرګې ځينو غړو پر حکومت او ځينو د دې جرګې پر اجنډا نيوکې کولې او ويل يې چې د هېواد شرايطو ته په پام بايد د قطر د دفتر په څېر پر مهمو ملي مسايلو بحث وشي.  

نيوکې هغه مهال توندې شوې، چې نن د چنګاښ په لومړۍ نېټه د جرګې د عمومي غونډې په پيل کې دوو وکيلانو په افغانستان کې پر اوسني نظام سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چې نور يې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړى دى.

د کونړ د خلکو استازي صالح محمد صالح وويل ، چې په تېرو شاوخوا ١٢ کلونو کې د افغانستان حکومت نه يواځې دا چې د خلکو باور خپل نه کړ، بلکې نړيوال يې هم پر ځان بې باوره کړل او پايله دا شوه ، چې د يوه بديل په توګه “طالبان په رسميت” وپېژني او په قطر کې ورته دفتر پرانيزي.

د کابل د خلکو استازې نظيفې ذکي وويل، چې موکلين يې د اوسني نظام د بې غورۍ او فساد له امله له طالبانو ملاتړ کوي او د قطر دفتر د اوسني نظام بديل بولي.

هغې زياته کړه:”اوس امريکا د همدې (طالبانو) پر ځاى بل بديل نه لري، ځوانان ددوى ( امريکايانو ) وژل شوي، ميليونونه ډالر ددوى لګول شوي. نو يوه کړۍ ده چې په افغانستان کې  ترې ګټه پورته کوي، موږ او تاسې د ملت د استازو په توګه دلته چيغې وهو، خو تاسو کليو او بانډو ته لاړ شئ د خلکو نظر معلوم کړئ، چې څه غواړي! همغه خلک چې طالبانو په دورو وهلي وو، ددې نظام د بې عدالتۍ له امله اوس طالبان غواړي.”

خو د نظيفې ذکې ددې څرګندونو پروړاندې د جرګې ډېرو غړو سخت غبرګون وښود.

د کابل د خلکو استازي عبدالقيوم سجادي، وويل که په اوسني نظام کې فساد شتون لري، دا په دې معنى نه ده چې بيا دې طالبان پر افغانستان واکمن شي.

ده زياته کړه:”دا چې اوسنى نظام مفسد دى، په دې معنى نه ده چې طالبان مو منلي وي. نړيواله ټولنه هم ژمنه ده، اساسي قانون شته، د اوسني نظام په چوکاټ کې د هر ډول خبرو امکان شته او طبعا چې خبرې د جګړې د پاى لامل کېداى شي. نو د افغانستان پارلمان دې اجازه نه ورکوي ، چې نړيواله ټولنه او بهرني هېوادونه سياسي لوبه وکړي او موږ هم خپل خلک ناهيلي کړو.”

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شکريه بارکزۍ د طالبانو حکومت توره دوره وبلله او ويې ويل  چې نور خلک نه غواړي داسې دورې ته ستانه  شي.

دې زياته کړه:”طالبانو په دې موخه دفتر نه دى پرانستى چې راشي تاسو ته اوبه، برېښنا او ډوډۍ راوړي، وګورئ همدا اوس په کومو ولسواليو کې چې طالبان دي، ښوونځي يې تړلي دي، کلينيک او شفاخانې نشته، هغه طالب زموږ د عسکر پر کليمې باور نه لري، د هغه سر پرې کوي، دجنازې لمونځ ته يې څوک نه پرېږدي.”

د بارکزۍ په خبره ، په قطر کې طالبانو ته دفتر د افغانستان د تجزيې په موخه جوړ شوى او ځېنې سياسي کړۍ هم په دې کې لاس لري ، دا طرحه يې منلې ده او د همدې اجنډا له مخې مخته ځي.

هغې زياته کړه:”افغانستان واحد ملک دى، نه يې تجزيه کولى شو، نه يې تقسيمولى شو، طالب  نه د افغانستان توليد دى او نه هم د افغانستان د خلکو ګټو ته ژمن دى. اجازه ورکړئ دا ځل د افغانستان د خلکو خاموش اکثريت چې تاسو پرې په يوه او بل نوم ظلم وکړ، تصميم نيوونکي وي، نه په يوه او بل نوم خرڅ شوي کسان.”

په ولسي جرګه کې د کابل بلې استازې شينکۍ ذهين کړوخېل هم د نظيفي ذکي پر څرګندونو نيوکه وکړه او ويې ويل چې که د نظام بدلون خبره کېږي ، نو قانوني خبره دا ده چې د ټاکنو له لارې د نظام بدلون ته رايه ورکړل شي.

تر دې بحثونو وروسته ځېنو نورو وکيلانو وړانديز وکړ ، چې د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې په قطر کې د طالبانو پر دفتر بحث وشي او په اړه يې حکومت ته سپارښتنې وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د غونډې په پيل کې ولسي جرګې په نننۍ اجنډا کې د ځمکو د چارو د تنظيم د قانون طرحه او د سوداګريزو نمايندګيو د قانون طرحه شامله کړې وه. 

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزيې کوفي هم ټينګار کاوه، چې د قطر دفتر د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکې خبره ده او پر دې موضوع بايد ولسي جرګه په ټوليز ډول بحث وکړي.

کوفي زياته کړه:”زه پيشنهاد کوم چې دا يوه مهمه مسئله ده، ملي مسئله ده، دا د افغانستان او زموږ د هر يوه په سياسي راتلونکې پورې اړه لري، په داسې وخت کې د ځمکې موضوع د حاشيې خبرې دي.”

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي قربان علي عرفاني وويل، چې امريکا، طالبانو ته د اسلامي امارت په نوم په قطر کې د دفتر په پرانيستلو سره، د افغانستان د دولت او خلکو سپکاوى وکړ.

عرفاني زياته کړه:”تاسو دې ځانګړو شرايطو ته په کتو ، چې ښاغلي ولسمشر پر امنيتي تړون خبرې وځنډولې او د افغانستان د حيثيت او عظمت د ساتنې لپاره د يوې حل لارې په لټه کې دى، خو تاسو پر عادي پروګرامونو بحث کوئ. زما په باور په داسې شرايطو کې بايد تاسو بېړنۍ ناسته ترسره کړئ ترڅو موږ د خپل حکومت اوخلکو مرسته وکړو. موږ بايد حکومت ته يوه کړنلاره وړاندې کړو.”

د ولسي جرګې مرستيال ميرويس ياسيني چې نن  يې د جرګې مشري کوله وويل چې د جرګې ورځنۍ اجنډا د رييسانو د کمېټې له خوا ټاکل کېږي، خو که د جرګې غړي غواړي کولى شي د رايه ورکونې له لارې اجنډا بدله کړي.

خو سره له دې هم د قطر د دفتر موضوع غلې پاتې شوه  او ياسيني  د نړيوالو اړيکو کمېټې ته دنده ورکړه ،چې د قطر د دفتر په اړه يوه اعلاميه چمتو کړي  .

هغه حکومت هم وستايه ، چې ددې دفتر د نوم او بيرغ په اړه يې پر وخت او چټک اقدام وکړ.

په قطر کې د طالبانو لپاره د ( افغانستان اسلامي امارت ) تر نوم لاندې دفتر تېره اونۍ  پرانيستل شو او امريکا د دفتر تر پرانيستل کېدو لږ وروسته ورڅخه ملاتړ وکړ.

خو د افغانستان دولت د دې دفتر  له پرانيستې يوه ورځ وروسته سخت غبرګون وښود او له امريکا سره يې د امنيتي تړون پر سر خبرې وځنډولې.

د افغانستان دولت د دفتر له نوم او هلته د طالبانو د بيرغ له درېدو سره مخالفت وکړ او ويې ويل ، چې دغه دفتر د افغانستان او امريکا تر منځ د شوې هوکړې خلاف پرانيستل شوى دى .

وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير ولسمشر حامد کرزي ته پر ټېلېفون وويل، چې د دفتر له نوم څخه ( اسلامي امارت ) حذف شوى او بيرغ هم لرې شوى دى .

خو طالبانو نن ويلي، چې له امريکايانو سره يې خبرې ځنډولې دي  ، دامارت نوم له لوحې څخه نه دى لرې شوۍ او بيرغ يې هم پرخپل ځاى دى .

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.