غزني (پژواک ٢ چنګاښ ٩٢): د اندړو ولسوالۍ سلګونه خلکو، د پاڅون غړو او سيمه ييزو پوليسو د غزني په ښار کې لاريون کړى او د کابل– کندهار لويه لاره يې تړلې ده.
دوى غوښتنه کوي، چې په اندړو کې د پاڅون يو مشر انجنير لطف الله کامران د ولسمشر په فرمان او د کورنيو چارو وزارت له لوري د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان معرفي شوى، خو چارواکي يې مخالفت کوي.
د لاريون يو ګډونوال احمدخان وايي، چې د غزني والي موسى خان اکبرزاده، امنيه قوماندان زړور زاهد او د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع د دغه کار مخالف دي.
نوموړي د چنګاښ په ٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کسان غواړي انجنير کامران د اندړو په ځاى ګيلان ولسوالۍ ته ولېږي.
هغه زياتوي، که يې غوښتنه ونه منل شي، دوى به خپل لاريون ته دوام ورکړي او لاره به د ترافيکو پر مخ تړلې وساتي.
د لاريون يو بل ګډونوال او د پاڅون غړى سيدالله هم غوښتنه کوي، چې د ولسمشر کرزي فرمان او د کورنيو چارو وزات پرېکړه دې ومنل شي.
هغه زياتوي، چارواکي د خپلو شخصي غرضونو له امله په اندړو کې د کامران له کار سره مخالفت کوي.
په اندړو کې شاوخوا يو کال مخکې د طالبانو پر خلاف پاڅون وشو او د دې ولسوالۍ پراخې سيمې يې تر ولکې لاندې راوستې.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن