ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ٤٦ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

پروان کې د ٤٦ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
23 Jun 2013 - 11:43
پروان کې د ٤٦ وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
23 Jun 2013 - 11:43

چاريکار (پژواک ٢ چنګاښ ٩٢): ځايي چارواکي وايي، د پروان په شينواري ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.

د پروان د والي وياندې روشنا خالد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په شينواري ولسوالۍ کې ٤٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.

خالد زياته کړه، وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله تېره شپه هغه مهال د يادې ولسوالۍ په “شتر شهر” سيمه کې واوښته، چې افغان توپچي ځواکونو د طالبانو پر يوه غونډه بريد وکړ.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ هم وايي، چې په دغو عملياتو کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

دى وايي، چې په سيمه کې اوس هم د دولتي ځواکونو چاڼيز عمليات روان دي او کېداى شي دغه عمليات سياه ګرد ولسوالۍ ته هم وغځول شي.

د هغه په وينا، په عملياتو کې چې تېره شپه پيل شوي، د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى دى.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د حکومتي چارواکو دغه څرګندونې ردوي او دعوه کوي، چې په پروان کې د دولت ٩ سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

ده په ځانګړي ډول نه دي ويلي، چې په پروان کې څو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ويلي يې دي چې په پروان او فراه ولايتونو کې د دوى شپږ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د شتر شهر سيمې له خلکو سره مو اړيکه ټينګه نه شوه خو د دې سيمې په شاوخوا پنځه کيلومترۍ کې د پرتې درې (کفشان) اوسېدونکي جمشېد د ټيلېفون له لارې وويل، اورېدلي يې دي، چې په شتر شهر کې څلور طالبان وژل شوي او د ملي اردو دوه تنه ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، له دې امله د عملياتو په اړه کره معلومات نه لري، چې خلک د جګړې له وېرې له کورونو نه شي وتلى.

د شينواري عمليات په داسې حال کې پيل شوي او د چارواکو په وينا کېداى شي سياه ګرد ته وغځول شي، چې په سياه ګرد کې د امنيتي وضعيت د خرابوالي له امله يو شمېر لاريون کوونکو د پروان- باميانو لويه لاره د درېيو ورځو لپاره تړلې وه.

لاريون کوونکو دغه لاره د غبرګولي په ٢٩مه د سياه ګرد ولسوالۍ په مرکز کې تړلې وه او وړمه ورځ ناوخته وروسته له هغه پرانيستل شوه، چې ځايي حکومتي چارواکو له خلکو سره د امنيت د ټينګولو ژمنه وکړه.

لاريون کوونکو ويل، دغه لاره يې ځکه تړلې، چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پنځه اوسېدونکي نيولي او بيا يې وژلي دي.

 دوى ويل، په وژل شوو کې د ملي امنيت يو کار کوونکى، يو پوليس، د دغه پوليس ورور چې غوښتل يې په محلي پوليسو کې شامل شي او دوه نور عام وګړي شامل دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.