ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ ولايت کې ښځينه پوليسو ته اړتيا ده

په بلخ ولايت کې ښځينه پوليسو ته اړتيا ده

author avatar
23 Jun 2013 - 17:08
په بلخ ولايت کې ښځينه پوليسو ته اړتيا ده
author avatar
23 Jun 2013 - 17:08

مزارشريف (پژواک ٢ چنګاښ ٩٢): د بلخ ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د ځينو ټولنيزو ستونزو له امله د پوليسو په ليکو کې د ښځو ونډه خورا کمه ده.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د چنګاښ په دويمه په مزارشريف کې په افغان ځواکونو کې د ښځو د ونډې په اړه د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوليسو په ليکوکې د ښځو ونډه کمه ده.

نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت د ملي پوليسو په چوکاټ کې ۷۷ ښځې دي، چې په پوره لېوالتيا د پوليسو په ليکو کې خپل فعاليت کوي.

د هغه په وينا، چې دوى مسلکي ښځينه پوليسو ته ډېره اړتيا لري، خو وايي چې د بلخ په پوليسو کې شته ښځينه پوليسې له علمي پلوه کمزورې دي.

سمونوال قادري وويل، چې ډېری هغه ښځې د پوليسو ليکو ته زړه ښه کوي، چې يا خو کونډې او يا هم له اقتصادي ستونزو سره مخ وي.

نوموړي زياته کړه، چې د افغان ټولنې د ځينو دودونو او ځينو حاکمو فکرونو له امله په افغان ځواکونو کې د ښځينه پوليسو ونډه کمه ده.

د هغه په وينا، د امنيتي چارو د ښه سمبالښت لپاره په پوليسو کې د ښځو ونډه خورا مهمه ده دغه راز د کورونو او د ښځينه و د بدني تلاشۍ لپاره ښځو پوليسو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.

په مزارشريف کې د شمال زون د سرحدي ۵ نمبر قوماندانۍ کارکوونکې دويم څارن شکيلا پژواک ته وويل، چې د ټولنې د ځينو ستونزو تر څنګ د ښځينه پوليسو د جلب او جذب په چارو کې هم ستونزې شته دي.

نوموړې زياته کړه، هره ښځه چې د پوليسو ليکو ته راځي؛ نو د جلب او جذب په چارو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

هغې دغه ستونزې ډېرې مشخصې نه کړي، خو ويې ويل، چې بار بار غوښتل، اسناد کتل، قوماندانۍ ته استول، هغه چارې دي چې پوليسو ته راتلونکې ښځې يې له ستونزو سره مخ کړې دي.

شکيلا وويل، چې د ټولنيزو ستونزو له امله پېغلې نجونې ډېرې کمې د پوليسو ليکو ته راځي، چې له امله يې افغان ځواکونه لا هم د پوليسو په برخه کې د ښځو له کمښت سره مخ دي.

د امنيت امر سمونوال قادري د ښځينه پوليسو د جلب او جذب په اړه وويل، چې ښايي دوی د دولتې پروسې په ترڅ کې د اسنادو د بشپړېدو له پړاوونو وهلو په تنګې وي، چې بايد ترسره شي.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان د اساسي قانون د ۲۲مې مادې پر بنسټ، چې د جنسيت او هر ډول تبعيض منع کوي، په افغان ځواکونو کې د ښځو ونډې ته په درنه سترګه ګوري.

هغه له ښځو هيله وکړه، چې د پوليسو ليکو ته راشي او له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د خپل هېواد خدمت وکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.