ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې تېرې درې مياشتې ۳۵۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Jun 2013 - 15:09
author avatar
25 Jun 2013 - 15:09

مزارشريف (پژواک ٤ چنګاښ ٩٢): د شمال زون د ملي اردو مسوولين وايي، چې د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې يې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ۳۵۶ وسله والو مخالفينو ته مرګه ژوبله اړولې ده.

په مزارشريف کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د چنګاښ په ۴مه، په خبري ناسته کې وويل، چې د ۱۳۹۲ لمريز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې يې د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ۲۳۸وسله وال مخالفين وژلي، ۱۱۸ يې ټپيان کړي او ۷۰ نور يې ژوندي نيولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی د امنيت د ټينګښت په موخه د دغه زون په يو شمېر ولايتونو کې د ملي امنيت، ملي، سرحدي او عامه نظم پوليسو ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.

د هغه په وينا، د يادو عملياتو په ترڅ کې ۷۷ ميله بېلابېل ډول وسله، د بېلابېلو وسلو ۵۰۰ مرمۍ، ۱۴ بوشکې چاودېدونکي توکي، ۵۱۳ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

دى وايي، چې همداراز ۷۴ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه، ۲۳ لاسي بمونه، ۲۵ شاجورونه، د مرمۍ ضد ۸ واسکټونه، ۱۵ پرتلې ، ۲۴ موټرسايکلونه او ۱۳ د موبايل سيټونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بريد جنرال ويسا وويل، چې په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو او عامو خلکو ته هېڅ ډول زيان نه دی اوښتی.

نوموړي زياته کړه، چې په شمال زون کې وسله وال مخالفين د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې وس نه لري؛ خو هڅه کوي، چې د چريکي بريدونو د سړک غاړې د ماينونو خښولو له لارې د سيمې امنيت خراب کړي.

د هغه په وينا، د راتلونکو ټاکنو لپاره يې په پوره توګه چمتووالی لري او هڅه کوي، چې ټاکنې په سمه توګه ترسره شي او ډېر خلک په کې ګډون وکړي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.