ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پنځه کلنۍ کې مې قرانکريم حفظ کړ”

“پنځه کلنۍ کې مې قرانکريم حفظ کړ”

author avatar
26 Jun 2013 - 16:42
“پنځه کلنۍ کې مې قرانکريم حفظ کړ”
author avatar
26 Jun 2013 - 16:42

کابل (پژواک ٥ چنګاښ ٩٢): د قرانکريم له دوو سوو څخه زياتو ماشوم حافظانو، چې له دې ډلې تر دوه زرو ډېر يې بريالي شوي، د پوهنې او د حج او اوقافو وزارت له خوا تقدير او ووياړل شول.

دغه سيالۍ څلور مياشتې وړاندې په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې د قران کريم د دوو زرو حافظانو، چې له ٧ څخه تر لسو کلونو پورې عمرونه يې درلودل، د “په افغانستان کې د حفظ د نړيوالې خيريه سازمان” له لوري په لاره اچول شوې وې.

د دغو سياليو ګټونکو ته، له لومړي نومره څخه تر پنځم نومره پورې، چې په ترتيب فتح الرحمن، اسيه، فيروزه، عبدالحى او ثناء الله نومېږي، له لومړي نومره څخه تر درېيم نومره پورې مډالونه او نورو دوو ته ډالۍ ورکړل شوې.

د ياد سازمان يوه غړي شمس الاسلام د ګټونکو بريا د هغوى په اوازونو، تجويد او د بشپړ قرانکريم په حفظ کولو کې وبلله او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې د شرايطو وړ کسان د داورانو د پلاوي له لوري تشخيص او له هغه وروسته په سيالۍ کې شامل شوي دي.

نهه کلن فتح الرحمن، چې بشپړ قرانکريم يې په دوه نيم کاله کې حفظ کړى او په دې سيالۍ کې يې لومړى مقام ترلاسه کړى، پژواک ته وويل: “په پنځه کلنۍ کې مې د قرانکريم تجويد او ژباړه پيل کړه او اوس د يوه بريالي حافظ په توګه وټاکل شوم او پرې وياړم او له خدايه پاکه ډېر منندوى يم.”

دغه حافظ خپله ترور د ده هڅوونکې او ښوونکې وبلله او زياته يې کړه، چې د ده د برياليتوب راز د ده د کورنۍ په ځانګړې توګه د خپلې ترور په هڅونه کې ده.

نوموړى ماشوم د بدخشان ولايت اصلي اوسېدونکى دى، چې اوسمهال په کابل کې د کريميه ديني مدرسې متعلم او د خپل ټولګي اول نومره دى او په نورو مضمونوکې هم ډېر پياوړى او تکړه دى.

فيروزه هم، چې د خپل عمر ٩ پسرلي يې تر شا پرېيښي او درېيم مقام يې ترلاسه کړى، وايي: “قرانکريم مې له خپل پلاره زده کړى او ټول قرانکريم مې په يو نيم کال کې حفظ کړى دى.”

دغه ماشومه د کونړ ولايت اصلي اوسېدونکې ده او اوسمهال د کابل ښار د درخانۍ ښوونځي په څلورم ټولګي کې دويم نومره او زده کړې کوي او وايي، چې د قرانکريم تر څنګ له نورو مضمونولکه پښتو، دري، الجبر، تاريخ او جغرافيې سره هم ډېره مينه لري او په کې ښه وړتيا لري.

د دغو مراسمو د ډاليو د وېش په لړۍ کې لسګونو حافظانو، د دوى د کورنيو غړو، د پوهنې او حج او اوقافو وزارتونو چارواکو او د مصر او سعودي عربستان د سفارتونو استازو ګډون کړى وو.

د ويلو ده، چې هر کال دغه ډول سيالۍ په هېواد کې “د افغانستان د قرانکريم حفظ نړيوال خيريه سازمان” له لوري په لاره اچول کېږي، چې نننۍ ناسته د يادې لړۍ شپږمه ناسته وه، چې په تېرو دورو کې يې هم سلګونو حافظانو ته مډالونه او ډالۍ ورکړې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.