ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څمکنيو کې د يوه ښوونځي ٥٠ زده کوونکې مسمومې شوې

author avatar
26 Jun 2013 - 13:04
author avatar
26 Jun 2013 - 13:04

ګردېز (پژواک ٥ چنګاښ ٩٢): د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي ٥٠ زده کوونکې مسمومې شوې دي.

د پکتيا د پوهنې رييس انجنير محراب الدين شفق د چنګاښ په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمين اکبري د نجونو لېسې ياد شمېر زده کونکې د تفريح پر مهال د څاه د اوبه له څښلو وروسته بې هوښه شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې بې هوښه شوې يادې نجونې په سيمه کې يوه روغتيايي مرکز ته وړل شوې او د درملنې په موخه يې تدابير نيول شوي دي.

د سيمې يو قومي مشر حاجي مامور وايي، چې د مسموم شوو نجونو شمېر زيات دی او غوښتنه کوي، چې د درملنې لپاره دې ځانګړي تدابير ونيول شي.

نوموړی وايي، د څمکنيو روغتون دومره امکانات نه لري، چې د زياتو ناروغانو درمنله وکړي.

دغه لومړی ځل دی، چې په پکتيا او په ځانګړې توګه په يوې ولسوالۍ کې نجونې مسمومېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو کلونو د هېواد به بېلابېلو سيمو کې د نجونو زده کوونکو د مسمومېدو پېښې زياتې شوې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.