ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کننګهام: که طالبان خبرو ته چمتو نشي د قطر دفتر تړل کېږي

کننګهام: که طالبان خبرو ته چمتو نشي د قطر دفتر تړل کېږي

author avatar
26 Jun 2013 - 16:32
کننګهام: که طالبان خبرو ته چمتو نشي د قطر دفتر تړل کېږي
author avatar
26 Jun 2013 - 16:32

کابل (پژواک ٥ چنګاښ٩٢): په کابل کې د امريکا سفير وايي، چې که طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرو ته حاضر نه شي، نو دوى به هم له طالبانو سره ونه ګوري.

د سفير په خبره که طالبان له وضع شوو شرايطو سره سم خبرو ته چمتووالى ونه ښيي، د هغوى د قطر دفتر به چې تېره اونۍ پرانيستل شو، وتړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر پر څرنګوالي سخته نيوکه کړې او  ويلي يې دي چې امريکا وايي يو څه او کوي بل څه.

افغان حکومت له همدې امله يې له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر خبرې ځنډولې دي او نيوکه دا ده چې د قطر دفتر د امريکا له خوا له ورکړل شوو تضمينونو سره سم نه دى جوړ شوى.

په کابل کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفير جيمز کننګهم نن افغان خبريالانو ته وويل، د ياد دفتر پر سر هوکړه داسې شوې وه چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر تر پرانيستل کېدو وروسته به لومړى امريکايي استازي او طالبان ملاقات کوي او بيا به طالبان د سولې له عالي شورا سره خبرې پيلوي.

کننګهم وويل، چې د امريکا او طالبانو تر منځ کتنه به د دوو ښکېلو لورو په توګه وي او په دې کې به د افغانستان د برخليک په اړه خبرې نه وي شاملې.

کننګهم همداراز په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانيستل کېدو پر بڼې خپله نا رضايتي وښوده او ويې ويل، چې د دغه دفتر پرانيستنه له شوې هوکړې په څرګند توپير وشوه.

دى وايي، چې د دفتر تر پرانيستل کېدو وروسته دوى سم له لاسه له قطري چارواکو وغوښتل چې حالت شوي توافق ته ور وګرځوي.

د ده په خبره، وړاندې تر دې چې ولسمشر کرزى د طالبانو د دفتر د پرانيستل کېدو په اړه اندېښنه وښيي، واشنګټن يې په اړه منفي عکس العمل او اندېښنه څرګنده کړه او د حالت د سمولو لپاره يې بېړنۍ هڅې وکړې.

د امريکا د سفير په خبره، پرېکړه داسې وه چې په قطر کې دفتر “د افغان طالبانو” د دفتر په نوم ونومول شي، خو د شوې هوکړې پر خلاف د طالبانو بيرغ پورته شو او دفتر يې “د اسلامي امارت سياسي دفتر) په نوم ونومول شو.

ده زياته کړه: “موږ ويلي چې دغه سفارت نه دى او نه هم په قطر کې د طالبانو شتون د مرستو د راټولولو لپاره دى، چې ترهګري او تاوتريخوالي پرې مخته يوسي.”

سفير وايي، چې د امريکا او قطر تر منځ د دفتر د پرانيستل کېدو په اړه شرايط پر خپل ځاى دي، که طالبان حاضر وي، د شوې هوکړې له مخې خبرې وکړي، امريکا خبرو ته چمتو ده.

هغه وايي، له دې امله چې طالبانو وضع شوي اصول او شرايط په پام کې ونه نيول، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جيمز ډوبنز په قطر کې له طالبانو سره ونه کتل.

کننګهم وايي، امريکا انتظار کوي چې طالبان له افغان حکومت او د سولې له شورا سره خبرو ته چمتووالى وښيي.

د ده په خبره، د سولې له عالي شورا سره د طالبانو خبرې د دغه بهير کليدي برخه او د دغه دفتر اصلي موخه ده او په دې اړه په واشنګټن کې له کرزي سره توافق شوى وو.

د هغه په وينا، د افغانستان راتلونکې ايجابوي چې د قطر دفتر خبرې د افغانانو ترمنځ وشي، “دا زموږ خبرې نه دي.”

ده زياته کړه: “دا په طالبانو پورې اړه لري، چې د خبرو کولو په اړه تصميم ونيسي، موږ طالبانو او افغان حکومت ته په څرګنده ويلي، چې زموږ دريځ د طالبانو او د سولې شورا ترمنځ د سولې د خبرو رامنځته کول دي. موږ هيله من يو چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دا خبرې وشي، افغان حکومت هم همدا غواړي، دا نو اوس په طالبانو پورې اړه لري چې له دې موکې ګټه اخلي که نه، ترڅو د سولې او د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.”

هغه وويل، چې د قطر دفتر په اړه د امريکا دريځ روښانه دى، د دفتر شرايط واضح دي، که طالبان خبرو ته چمتووالى ونه ښيي دفتر به وتړل شي.

دى وايي د دفتر پرانستل يوه ښه موکه ده او هيله يې دا ده چې طالبان ترې ګټه واخلي او د خبرو ميز ته راشي.

کننګهم وويل، چې که څه هم خبرو ته د حاضرېدو په اړه امريکا طالبانو ته کوم ضرب الاجل نه دى ټاکلى، خو که هغوى خبرو ته حاضر نه شي، نو د دفتر د تړلو پرېکړه به له افغان حکومت سره په مشوره هغه مهال وکړي چې له طالبانو څرګند ځواب ترلاسه نه شي.

کننګهم د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، امريکا چمتو ده چې له افغان حکومت سره پر دوه اړخيز امنيتي تړون بيا خبرې پيل کړي.

سره له دې هم نن د امريکا سفير يادونه وکړه چې په هغه اونۍ کې د دوى د مرکچيانو او افغان لوري ترمنځ د امنيتي تړون پر سر په خبرو کې ښه پرمختګ وشو.

دى وايي:”موږ تيار يو چې پر امنيتي تړون خبرې له سره پيل کړو او څومره چې ژر امکان ولري، پايلي ته ورسېږو.”

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.