ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تندر څلور تنه مړه کړل

تندر څلور تنه مړه کړل

author avatar
27 Jun 2013 - 14:26
تندر څلور تنه مړه کړل
author avatar
27 Jun 2013 - 14:26

جلال اباد ( پژواک ٦ چنګاښ ٩٢ ) :په کونړ ولايت کې دتندر راپرېوتو له امله څلور عام وګړي مړه شوي او په ننګرهار ولايت کې وسله والو طالبانو درې پوليس وژلي دي.

د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرولي صميم د چنګاښ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې تېر مازيګر ددې ولايت د شيګل ولسوالۍ په دوو سيمو کې د باران پرمهال تندر پرېوتى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د دوو زلميانو په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې درې  سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل ، چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د نازيانو ولسوالۍ د ژۍ پر سرحدي پوسته بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې په دې درې ساعته جګړه کې درې پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي، خو عامو خلکو ته پکې زيان نه دى رسېدلى.

عبدالزى وايي،چې وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

د احمد نبي په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي بيا پژواک ته  وويل ، نښتې پنځه ساعته دوام کړى ، چې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته نښته تاييد کړه او ويې ويل، چې په نښته کې پنځه سرحدي پوليس وژل شوي، او ١٣ نور ټپيان دي.

نوموړى په نښته کې د خپل يوه ملګري د وژل کېدو خبره هم ومنله او زياته يې کړه ، چې په نښته کې ٣ رېنجر موټر هم ويجاړ شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.