ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپين غر پړانګانو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه

د سپين غر پړانګانو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه

author avatar
27 Jun 2013 - 11:17
د سپين غر پړانګانو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه
author avatar
27 Jun 2013 - 11:17

کابل ( پژواک ٦ چنګاښ ٩٢ ) د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ سياليو په نيمه پاى لوبه کې د سپين غر پړانګانو د بست ساتونکو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

د( اتصالات شپږيزې) تر نامه لاندې دغه سيالۍ د غبرګولي په ٣١مه، د کابل په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې، چې د افغانستان له پنځو زونونو څخه پنځه غوره لوبډلې د ختيځ زون دسپين غر پړانګان ، د سوېل ختيځ زون د مس عينک اتلان ، د شمال زون د امو نهنګان ، د سوېيل زون د بست  ساتونکي او د مرکزي زون د بند امير بازانو پکې برخه اخيستې ده.

تر ګروپي سياليو وروسته د سوېل ختيځ زون د مس عينک اتلان د کمو نومرو له امله له دې سياليو ووتل او څلورو نورو يې نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

پرون تر غرمې وروسته لومړۍ نيمه پاى لوبه د سپين غر پړانګانو او د بست ساتونکو ترمنځ  ترسره شوه، چې د سپين غر پړانګانو په بريا پاى ته ورسېده.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې لوبې پچه د بست ساتونکو وګټله او لومړى يې پخپله د بيټنګ کولو پرېکړه وکړه.

د هغه په وينا، د بست ساتونکو په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې جوړې کړې او  ددوى له لوري نصير احمد ٤٥ او نجيب ځدراڼ ٢٦ منډې جوړې کړې او د سپين غر پړانګانو له لوري حميد حسن او عبدالله عادل دوه دوه ، افتاب عالم او کريم صادق يو يو لوبغاړى وسوځول.

د سپين غر پړانګانو لوبډلې دغه لوبه له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته د ٢٠ اورو په وروستي توپ د نهو لوبغاړو په سوځېدو وګټله او پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.

د سپين غر پړانګانو له لوري قسيم ډېره ښه لوبه وکړه ، ٤٦ منډې يې جوړې کړې او ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د سپين غر کپتان حميد حسن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې توپ اچوونکو يې ښه لوبه کړې وه ، چې له امله يې سيالې ډلې ډېرې منډې ونه کړې.

د هغه په وينا، په بيټنګ کې يې لوبغاړو ستونزې درلودې، خو د قسيم د ښې لوبې له امله يې لوبه وګټله.

د بُست ساتونکو لوبډلې روزونکى حاجي ولي امين وايي ، چې لوبغاړو يې ښه لوبه وکړه، خو بخت ورسره ياري ونه کړه.

نوموړي پژواک ته وويل : ((  لوبه  تر پايه زموږ په کنټرول کې وه، خو د سيد شېرزاد په يوه اوور کې د٢٠ منډو ورکولو له امله لوبه زموږ له لاسه ووتله.))

د لوبې په پاى کې د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلميار او د سلاکار وزير او افغانستان کرکټ بورډ د رييس شهزاده مسعود له خوا پر لوبغاړو جايزې ووېشل شوې.

نن د امو نهنګانو او بند امير بازانو ترمنځ دويمه پاى لوبه ترسره کېږي، چې ګټونکې لوبډله به يې په پاى لوبه کې له سپين غر پړانګانو سره مخامخه شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.