ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات والي د “فشارونو له امله” استعفى ورکړه

د هرات والي د “فشارونو له امله” استعفى ورکړه

author avatar
27 Jun 2013 - 11:51
د هرات والي د “فشارونو له امله” استعفى ورکړه
author avatar
27 Jun 2013 - 11:51

هرات ښار  ( پژواک ٦ چنګاښ ٩٢ ) : د هرات والي داوود شاه صبا وايي ، چې د ځينو زورواکو او فرصت طلبو خلکو د فشارونو له امله يې استعفى ورکړې ده.

صبا د  استعفى دغه اعلان د چنګاښ په ٦مه، د ولايت په مقام کې په داسې حال کې وکړ، چې دولايت اړوند مسوولين، د ولايتي شورا غړي او يو شمېر قومي مشرانو شتون درلود.

هغه زياته کړه،  د تېرو څلورو کلونو پرمهال، چې په هرات کې والي و، د پام وړ ډېر زيات کارونه يې کړي دي.

 نوموړي د بېلګې په توګه د صنعتي ښارګوټي، لويو سړکونو، فابريکو او نورو وړو او لويو پروژو يادونه وکړه،  او ويې ويل ، ځينې فرصت طلبه خلک دى نه پرېږدي ، چې ددغه ولايت لپاره دې زيات کار وکړي.

داوود شاه صبا د چا نوم وانخيست، خو زياته يې کړه، چې په دې ولايت کې د زورواکو ترڅنګ په کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره هم ده ته ستونزې جوړوي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنکړل.

هغه چې د استعفى د اعلان پر مهال يې له سترګو اوښکې روانې شوې، وويل : (( پر هراتيانو  مې زړه دردېږي، خلک مې نه پرېږدي ، چې دوى ته کار وکړم.))

صبا وايي، چې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره تر مشورې وروسته يې ولسمشر حامد کرزي ته خپله استعفى لېږلې او له هغه يې وغوښتل، چې استعفى يې ومني.

دده د استعفى د اعلان پر مهال ، په تالار کې حاضرينو د تکبير چېغي ووهلې او له ده سره يې خپل احساسات شريک کړل.

د ولايتي شورا غړي تور محمد ‌ظريفي وويل ، چې صبا پخپله موده کې ددې ولايت د  خلکو لپاره ډېر کارونه کړي دي.

هغه زياته کړه ، چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ترڅنګ ځينو پخوانيو جهادي مشرانو او قوماندانانو دده د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړول .

ډاکټر داودشاه صبا د هرات د ګذرې ولسوالۍ په سيوشانو کلي کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې يې په هرات کې کړي او خپلې لوړې زده کړې يې د کابل د پوليتخنيک پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهنځي د اقتصاد په برخه کې کړي  او په ۱۳۶۵ کال کې يې له همدې پوهنتون څخه ماسټري اخيتسې ده.

په ۱۳۷۴ لمريز کال کې يې د هندوستان په ممبي پوهنتون کې د قيمتی ډبرو د پېژندنې په برخه کې ديپلوم ترلاسه  کړ ، وروسته په کاناډا کې يې د کمپوټري نقشو د جوړولو په برخه کې  لوړې زده کړې وکړې. دغه راز يې په ۱۳۸۱ کال کې د هند له ممبيي پوهنتون څخه د ځمکې پېژندنې په برخه کې دوکتورا اخيستې ده.

نوموړي له ۱۳۶۵څخه تر ۱۳۷۲لمريز کاله پورې د کابل پوليتخنيک پوهنتون د هايدروجيلوجي څانګې استاد و. له ۱۳۶۹ تر ۱۳۷۲کال پورې يې د هندوستان د ممبي پوهنتون پهسينت زيوير کالج کې د څېړونکي او همکار استاد په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

دغه راز هغه له ۱۳۷۵ تر ۱۳۸۱ کاله پورې د کاناډا د ټورنټو ښار په يوه ژورنال کې هم د څېړونکي او اېډېټور په توګه افتخاري دنده ترسره کړې ده.

له ۱۳۸۲ بيا تر ۱۳۸۴ کلونو د نيويارک د نړيوال پوهنتون د سلاکار په توګه يې هم دنده تر سره کړې او له هغه  وروسته د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام په څانګه کې دڅېړونکي او ورپسې د ناروې هېواد په کريس مايکلس انسټيټيوټ کې د څېړنيز سلاکار په توګه هم پاتې شوی دی.

په ۱۳۸۵ کال ډاکټر صبا په واشنګټن کې د طبيعي سرچينو د پرمختګ او انرژۍ، (ای ار ډي) د سلاکار په دنده وګومارل شو او په همدې کال د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د څېړونکي او بشري پروګرامونو د پرمختګ او ستراتېژيکي ملي تګلارې د سلاکار په دنده وګومارل شو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.