ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار او لغمان کې د طالبانو دقطر له دفتر سره مخالفت وشو

author avatar
27 Jun 2013 - 17:26
author avatar
27 Jun 2013 - 17:26

جلال اباد(پژواک٧چنګاښ٩٢): په ختيځ کې دافغانستان دځوانانو ملي ټولنې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له پرانيستلو سره مخالفت څرګند کړ.

دغه دفتر تېره اونۍ د قطر د بهرنيو چارو وزارت استازو د يو شمېر طالبانو په شتون کې پرانيست .

دافغانستان دځوانانو ملي ټولنې يادې څرګندونې د چنګاښ په ٧مه، په جلال اباد کې د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې، چې د ولسمشر د لومړي مرستيال قسيم فهيم په ملاتړ او د زلمي خليلزاد پر ضد جوړه شوې وه.

يادو سلګونو ځوانانو ويل، چې  له طالبانو سره د سولې په نوم پرانيستل شوى دفتر د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي هماهنګيو مرکز دى.

څه موده وړاندې په کابل کې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال قسيم فهيم ويلي و،چې يو شمير امريکايي ټيپه خلک د افغانستان په ګټه نه دي.

هغه زياته کړې وه: (( دا خلک د افغانستان په کټه نه دي او نه به يې په درد وخوري، خو دوى راځي موږ ته مشورې راکوي، چې يو يې هم خليلزاد دى.))

خو خليلزاديې په ځواب کې رسنيو ته جنرال قسيم فهيم رواني ناروغ ښودلى و.

په ننګرهار کې دافغانستان دځوانانو ملي ټولنې منشي لعل محمد صميم پژواک اژانس ته وويل، چې که طالبان سوله کوي او په افغان حکومت کې ونډه اخيستل غواړي، نو ولې يې د ولسمشر حامد کرزي د سولې غوښتنه ته مثبت ځواب نه وايه .

هغه زياته کړه : (( د ولسمشر خو په سترګو کې اوښکه او په خوله کې نوره د سولې خبره پاتې نه شوه، خو طالبانو سوله ونه کړه.))

دصميم په خبره ، دسيمې استخبارات به په همدې دفتر کې دافغانستان د تباهۍ او ورانولو لپاره پلانونونه طرحه کوي او په افغانستان کې به يې پر همدې طالبانو بيرته پلي کوي.

د ځوانانو د ملي ټولنې يو بل فعال نجيب الله نايل پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په راتلونکو ټاکنو کې دې هغه چاته رايه نه ورکوي، چې هغوى د نورو هېوادونو تابعيت ولري.

دى زياتوي، چې په هېواد کې يو شمېر داسې اشخاص موجود دي ، چې همدا اوس هم درې تابعيتونه لري.

نايل زياته کړه: (( بايد د چا سپکاوى ونه شي او خلک دې په راتلونکې کې ډېر متوجې وي.))

همداراز د يوه بل خبر له مخې، په  لغمان کې هم يو شمېر ځوانانو د يوه لاريون په ترسره کولو سره په قطر کې د طالبانو د دفتر  مخالفت وکړ.

دوى وويل ، چې وروسته له دې په هيواد کې سوله غواړي او له جنګه نور تنګ شوي دي.

 د ځوانانو په خبره ، چې د قطر دفتر د استخباراتي ډلګيو د دسيسو لپاره يو جوړ شوى دفتر دى ، چې دوى يې په کلکه مخالف دي.

د يادونې  ده ، چې د افغانستان حکومت هم د قطر له دفتر سره له دې امله مخالفت ښودلى ، چې په دې اړه شوې ژمني نه دي عملي شوي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.