ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خاشرود ولسوال ټپي شو

د خاشرود ولسوال ټپي شو

author avatar
29 Jun 2013 - 18:09
د خاشرود ولسوال ټپي شو
author avatar
29 Jun 2013 - 18:09

زرنج ( پژواک ٨ چنګاښ ٩٢ ) د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوال د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې له خپل ساتونکي سره سطحي ټپي شوى دى.

 د نيمروز د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونمل رحمت الله ناصر د چنګاښ په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزى د ولايت مرکز زرنج ته راغلى و،  چې د بېرته ستنېدو پر مهال په لاره کې تر بريد لاندې راغى.

 هغه زياته کړه ، چې وسله والو طالبانو د زرنج -دلارام په لاره کې د خاشرود ولسوالۍ د خوسياس په سيمه کې ولسوال ته کمين نيولى و، چې په نښته کې ولسوال او يو ساتونکى يې سطحي ټپيان  شول.

ناصر وايي، چې سيمې ته د نورو پوليسو له رسېدو سره نښته رامنځته شوې،  چې له امله يې دوه  طالب قوماندانان  وژل شوي او جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي.

 د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې ملا فتح چې ويل کېږي، د چخانسور ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال و، هم شامل دى.

جنايي مدير وايي ، چې له طالبانو څخه يو عراده موټر ، يوه عراده موټرسايکل ، وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي پژواک ته وويل، چې روغتيايي حالت يې ښه او خپل کور ته رسېدلى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.