ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له طالبانو سره خبرې بايد د هغوى د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته سمدستي شوې واى”

“له طالبانو سره خبرې بايد د هغوى د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته سمدستي شوې واى”

author avatar
29 Jun 2013 - 14:02
“له طالبانو سره خبرې بايد د هغوى د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته سمدستي شوې واى”
author avatar
29 Jun 2013 - 14:02

کابل (پژواک ٨ چنګاښ ٩٢): په افغانستان کې د ناټو مرستيال قوماندان او د برېتانوي ځواکونو مشر جنرال نېک کارټر ويلي، چې له طالبانو سره بايد د هغوى د واکمنۍ تر ړنګېد وروسته سمدستي خبرې شوې واى.

جنرال کارټر دغه څرګندونې له يوې برېتانوۍ ورځپاڼې (ګارډين) سره په ځانګړې مرکه کې، چې د چنګاښ په اومه خپره شوې، کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې چې د طالبانو واکمني ړنګه شوه، نو دوى کمزوري وو، هغه مهال بايد ورسره د خبرو اترو هڅه شوې واى.

د نوموړي په وينا، هغه مهال د افغانستان د شخړې سياسي هوارى اسان و، ځکه چې طالبان کمزوري شوي او له ماتې سره مخ وو.

جنرال کارتر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې لس ورځې مخکې په قطر کې د سولې د خبرو  اترو لپاره د طالبانو سياسي دفتر پرانيستل شو.

هغه زياته کړې: ((زما په اند چې په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې د افغانستان د شخړې ښکېل اړخونه بايد پر يوه مېز راټول او ورسره د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې شوې واى.))

د نوموړي په وينا، په تېره يوه لسيزه کې چې کومې ستونزې رامنځته شوې، ټولې سياسي وې او سياسي ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارېداى شي.

د ناټو مرستيال قوماندان ويلي، د ده په باور افغان ځواکونو ته د امنيت تر سپارلو او د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به وسله وال طالبان د سولې خبرو ته تيار شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.