غزني (پژواک ۹ چنګاښ ۹۲): په غزني کې د هوايي بريد له امله درې ماين خښوونکي او بلخوا په اروزګان او هلمند ولايتونو کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي دي.
د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي د چنګاښ په ٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ اړوند د کابل-کندهار پر لويه لاره د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې درې ماين خښوونکي وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، په دغه بريد کې، چې د عاشقوالو کلي ته نږدې شوى، دوه نور ماين خښوونکي ټپيان شوي دي.
د سيمې اوسےدونکى محمداکرم هم وايي، چې تېره شپه ناوخته الوتکو پر وسله والو هوايي بريد ترسره کړ، خو ده يې د مرګ ژوبلې د شمېرې په اړه ناخبرې وښوده.
دا په داسې حال کې ده، چې په اندړو کې له تېرو درېيو ورځو د نجات په نوم پوځي عمليات هم روان دي.
دغه راز د دفاع وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروزګان په دهراوود کې د ماين چاودنې د ملي اردو درې سرتېري وژلي او درې نور ټپيان شوي دي.
همدارنګه خبرپاڼه زياتوي، چې د هلمند په سنګين، موسى کلا او کجکي ولسواليو کې د ځينو امنيتي پېښو له امله د اردو درې نور سرتېري هم وژل شوي دي.
د اروزګان او هلمند يادې ولسوالۍ په ناامنو سيمو کې راځي، چې کله نا کله ترې د وسله والو نښتو او بمي چاودنو خبرونه ورکول کېږي.
د يادو دريو واړو پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن