لښکرګاه (پژواک ٩ چنګاښ ٩٢): په هلمند کې د پوهنې رياست اړوند سلګونه جريبه ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې او د غصب دا لړۍ لا هم روانه ده.
د هلمند د پوهنې رييس محمدنسيم ساپي پژواک اژانس ته وويل،د پوهنې رياست اړوند ځمکې د لښکرګاه په ګډون په ولسواليو کې هم غصب شوې دي.
د ده په خبره، چې د پوهنې رياست د اسنادو له مخې، تر اوسه ٣١٠ جريبه ځمکه غصب شوې ده.
د نوموړي په وينا، د هغې ٢٠٠٠ جريبه ځمکې د غصب وېره هم شته، چې په پام کې وه ښوونکو ته د کور جوړولو لپاره ووېشل شي.
ساپى زياتوي، چې ډېرى ځمکې په مارجه، نادعلي، ګرمسېر، کجکي او مرکز لښکرګاه کې غصب شوې دي.
د پوهنې د رييس په وينا، شاوخوا شل ورځې وړاندې په مارجه کې د يوه ښوونځي ودانۍ له دې امله ونړول شوه، چې پر ځمکه يې د شخصي ملکيت دعوه وشوه.
د نوموړي په خبره، په کجکي ولسوالۍ کې هم د يوه ښوونځي پر ځمکه، چې ودانۍ پرې جوړه ده ، د شخصي ملکيت دعوه يې شوې ده.
ساپي وويل، د ځمکو د غصب هڅې له هغه وروسته زياتې شوې، چې په لښکرګاه کې يې ولسمشر ته شکايت وکړ، چې د پوهنې رياست پر ځمکو کورونه جوړ شوي، خو ولسمشر وويل، کورونه نه شم نړولى.
د مارجې اوسېدونکى انځرګل وايي، درې کاله مخکې يې په سيمه کې د دولتي فارم تر څنګ د ښوونځي ودانۍ جوړه شوه، خو اوس د سيمې يو تن د ښوونځي نيمه ودانۍ ونړوله او دغه ځمکه يې خپل شخصي ملکيت وبلله.
د سيمي يو قومي مشر حاجي عمر هم وايي، چې په کجکي کې د يوه ښوونځي پنځه جريبه ځمکه غصب شوې ده.
دى وايي، د ښوونځيو د ځمکو په غصب کې ځينې کړۍ لاس لري، چې دوى به يې ډېر ژر افشا کړي.
د ښوونځيو او ښوونکو لپاره د ښارګوټو د ځمکو غصب يواځې د هلمند ستونزه نه ده، تر دې مخکې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ورته ستونزې راپوره شوې او د سيمې زورواکي د ځمکو پر غصب تورن پېژندل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن