جلال اباد (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): په جلال اباد کې يو ځانمرګى بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې د ملي اردو سرتېرو له خوا پر ډزو ټپي او ونيول شو.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د جلال اباد ښار اړوند د فارم هډې پله ته څېرمه يو ځانمرګى بريد ګر، چې غوښتل يې په يوه لوړ پوړي دولتي چارواکي ځانمرګى بريد وکړي ونيول شو.
د هغه په وينا، بريدګر مخکې له دې چې ښار ته داخل شي، د ملي امنيت او پوليسو پر سرتېرو يې د کلاشينکوف ډزې کړې، خو په ځوابي ډزو کې ياد ځانمرګى ټپي شو.
ده زياته کړه: ((له بريدګر څخه له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ، لاسي بمونه او يو ميل کلاشينکوف هم نيول شوي دي.))
د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي مسوول په وينا، ځانمرګي بريدګر غوښتل چې ښار ته راشي او پر دولتي تاسيساتو بريد وکړي، چې مخکې له بريده ونيول شو.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ډله ييزو او فردي ځانمرګو بريدونو لړۍ تنده شوې ده.
نن سهار په کابل ښار کې د ملي امنيت لوى رياست مخې ته هم يو ځانمرګى بريدګر تر هدفه مخکې ووژل شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن