ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  امنيتي پېښو کې پنځه تنه ووژل شول

په امنيتي پېښو کې پنځه تنه ووژل شول

author avatar
1 Jul 2013 - 15:43
په  امنيتي پېښو کې پنځه تنه ووژل شول
author avatar
1 Jul 2013 - 15:43

جلال اباد-ښرنه (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): په ننګرهار، هلمند او پکتيکا کې په بېلابېلو پېښو کې يو وسله وال، دوه د ملي اردو سرتېري او دوه ملکي وکړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار پنځه بجې د بټي کوټ ولسوالۍ د حافظ کوډۍ په بازار کې د پوليسو پر ګزمې د وسله والو مخالفينو له لوري بريد شوى، چې په رامنځته شوې نښته کې يو وسله وال وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې په دې نښته کې د وسله والو مخالفينو په ډزو کې يو عام وګړى هم وژل شوى دى.

د سيمې اوسېدونکى حاجي افسر پژواک ته وويل، چې نښتې دوه ساعته دوام درلود او په پايله کې د سيمې يو دوکاندار هم ووژل شو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد نښته تاييد کړه او ويې ويل، چې په دې نښته کې درې پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نوموړى د خپل يوه ملګري وژل کېدل هم تاييدوي او زياتوي چې د حافظ کوډۍ په بازار کې يو دوکاندار هم وژل شوى دى.

ياده دې وي، چې تېره ورځ هم په بټي کوټ ولسوالۍ د پوليسو او وسله والو په نښته کې ١٦ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د هلمند په کجکي، سنګين او ګرشک ولسواليو کې د ملي اردو د دوو سرتېرو د وژل کېدو او درېيو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په مرکز ښرنه کې وسله والو له دولت سره د همکارۍ په تور يو تن وژلى دى.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ پېښه تاييدوي، خو وايي، چې وژل شوي کس له دولت سره هيڅ اړيکې نه لرلې او نه يې کومه دنده درلوده..

خو د سيمې يو اوسېدونکى وايي، چې وژل شوى کس حسن نومېده او غوښتل يې په خپله سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو لپاره ځوانان جلب کړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.