ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنيز جوړجاړي لپاره د ګوندونو او ډلو ترمنځ  خبرو زور اخيستى

د ټاکنيز جوړجاړي لپاره د ګوندونو او ډلو ترمنځ خبرو زور اخيستى

author avatar
2 Jul 2013 - 11:08
د ټاکنيز جوړجاړي لپاره د ګوندونو او ډلو ترمنځ  خبرو زور اخيستى
author avatar
2 Jul 2013 - 11:08

کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩٢): د ولسمشريزو ټاکنو د نېټې په رانږدې کېدو سره د خلکو تر منځ د نوماندانو په اړه بحثونه ورځ تربلې زور اخلي، د نوماندانو په اړه د ګڼو کسانو نومونه اخيستل کېږي خو تر اوسه هېچا په رسمي ډول د خپلې نوماندۍ اعلان نه دى کړى.

ټاکل شوې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د وري په شپاړسمه نېټه ترسره شي.

د ولسمشرۍ ممکنه نوماندان:

ځينې سرچينې وايي، چې تر اوسه د ولسمشر ورور قيوم کرزي، د ملي اېتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د حق او عدالت ګوند مشر حنيف اتمر، ډاکټر زلمي خليلزاد او يو شمېر نور کسان راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندۍ هوډ لري.

دولت ته يوې نږدې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ارګ کې له فساد سره د مبارزې ادارې مشرعزيزالله لودين، د امنيتي چارو د لېږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، د پوهنې وزير فاروق وردګ، په پاکستان کې افغان سفير عمرداوودزى، د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزير ضرار احمدمقبل او د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى د نوماندانو په توګه مطرح شوي دي.

سرچينه وايي، په دې ټولو کې د ولسمشر کرزي ميلان ډاکټر اشرف غني احمدزي ته په دې وروستيو کې ډېر شوى او لامل يې هم د امنيتي چارو د لېږد په پروسه کې هغه ته په وړيا ډول کمپاين کول دي، ځکه احمدزي په دې لړ کې د ټولنې له بېلابېلو وګړو سره وليدل.

دغه راز سرچينه زياتوي، چې په نړيواله توګه هم اشرف غني ته کمپاين شوى او د کرزي ګټو ته هم په درناوي قايل شوى او دا هغه ټکى دى چې په نورو نوماندانو کې کم تر سترګو کېږي.

سرچينه وايي، د کورنيو چارو پخوانى وزير علي احمد جلالي راتلونکو ټاکنو ته يو بل کانديد دى، چې د ولسمشر کرزي له ډلې په واټن کې دى.

دغه راز سرچينه وايي، چې د سياسي ګوندونو او اېتلافونو په همکارۍ شورا کې د انوارالحق احدي د ملاتړ جلبولو هڅې هم کېږي او کېداى شي د محاذ اسلامي ګوند يې هم تر شاه ودرېږي.

د سرچينې په وينا، حنيف اتمر هم د احزابو د شورا يو بل نوماند دى؛ ځکه نوموړى له ځان سره د برېتانيې ملاتړ هم لري.

هغه زياتوي، له دې وړاندې حامد ګيلاني د ځان د نوماندۍ لپاره هڅې کولې خو اوس يې د بل نوماند ملاتړ ښودلى دى.

دې سرچينې دغه راز ويلي، چې زلمى خليلزاد اوس د يوه کانديد په توګه خپل چانس ازمايي او که چېرې پوه شي چې ګټلىيې نه شي نو کېداى شيد ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه تېرشي.

هغه ويلي، خليلزاد له دوستم، محقق او له استاد عطا سره خبرې پيل کړېدي.

د سرچينې په خبره،د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزى بيا فکر کوي، که يې ورور ولسمشر کرزى ملاتړ ونه کړي، نو د يوه داسې چا لپاره به تېر شي چې د ده او د کورنۍ د ګټو تضمين يې وکړي.

د دې باوري منبع په وينا، استاد سياف سره له دې چې يو بېل نوماند دى خو له ولسمشر کرزي سره همنظرى دى.

دغه سرچينه وايي، چې په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي مخکښ سيال ډاکټر عبدالله عبدالله د مالي ستونزو له امله نه شي کولاى نوماند شي او له بلې خوا په خپله ډله کې مخالفتونه هم لري.

د ګوندونو د همکاريو شورا يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې د افغانستان د ملي اېتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په دې وروستيو کې يوشمېر ولايتونو ته سفرونه کړي او خلکو ته يې ويلي چې په راتلونکو ټاکنو کې نوماند دى.

سرچينې زياته کړې، چې د احزابو په شورا کې د افغان ملت، ملي جبهې، محاذ اسلامي ګوند، ملي جنبش ګوند او حق او عدالت ګوند تر منځ يو تفاهم شته، چې په دغه تفاهم او د هغوى په غونډو کې کله کله اسلامي حزب هم برخه اخلي.

منبع وايي، په دې ډله کې نظر داسې دى چې د کورنيو چارو له پخواني وزير حنيف اتمر نه ملاتړ کوي.

د سرچينې په خبره، حنيف اتمر تر اوسه له خليلزاد، محقق، دوستم، غلام جيلاني پوپل،عمر زاخېلوال او پخوانيو واليانو سره، چې نفوذ لرونکي دي،کتلي، خو تر اوسه يې د مرستيالانو په اړه بحث نه دى کړى.

دغې سرچينې ويلي، د احزابو په شورا کې ډېرى کسان په دې پوه شوي، چې لومړۍ څوکۍ ښايي ورته ونه رسېږي، ځکه دا بايد پښتنو ته ورکړل شي، په دويمې او درېيمې څوکۍ فکر کوي.

په دې ډله کې د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود، محمديونس قانوني، استاد عطامحمد نور او محمد محقق شامل دي، چې د ولسمشرۍ په لومړۍ او دويمې مرستيالۍ باندې فکر کوي.

په کابل کې د ډاکټر زلمي خليلزاد د دفتر يوه غړي ډاکټر صفي الله شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډاکټر خليلزاد د راتلونکو ټاکنو لپاره يو نوماند دى.

هغه زياته کړه، چېڅو مياشتې وړانډې خليلزاد کابل ته راغلى و،له اشرف غني احمدزي، علي احمد جلالي، عطا محمد نور او نورو جهادي او غيرې جهادي مشرانو سره يې ليدنې کتنې ترسره کړې.

د افغان ملت يوه غړي کبير رحماني هم پژواک ته وويل، چې تر اوسه دوى په تيوريکي بحثونو کې دي او پر کوم کس يې خبره نه ده کړې.

هغه وايي، د همکاريو په شورا کې هم بحث تر اوسه په تيورۍ دى او په دننه ګوند کې هم په فرد خبره نه ده شوې.

ده زياته کړه، په ګوند کې يې د نظر غټ اختلاف شته او دليل يې دا دى، چې افغان ملت يو ډيموکرات ګوند دى او هر څوک په کې د خپل نظر د څرګندولو حق لري.

د رحماني په باور، دوى له هغو طرحو ملاتړ کوي، چې د هېواد ملي ګټې په کې خوندي کېږي.

د افغان ملت يوه لويه برخه د پوپل تر کنټرول لاندې ده چې ډېر ميلان يې د اشرف غني احمدزي لور ته دى.

خو يوېبلېسرچينې، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک ته ويلي، د تېرې سې شنبې په ورځ د حنيف اتمر، سردارمحمد رحيمي، داوود خروټي، فيض الله ذکي، جنرال دوستم او انجينر فريد په ګډون د دوستم په کور کې ناسته شوې خو وروستۍ پرېکړه په کې نه ده شوې.

د ملي اېتلاف يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې په دې شورا کې د ډاکټر عبدالله او حنيف اتمر په اړه هم بحثونه شوي؛ خو لاتر اوسه نهايي شوي نه دي.

خو سرچينه زياتوي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله سل په سلو کې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند دى.

بلخوا دهمکارۍ شورا ياده سرچينه وايي، چې که ډاکټر عبدالله عبدالله نوماند شي،په ملي اېتلاف کې د اختلافونو له امله کېداى شي يوشمېر ډلې يې ملاتړ ونه کړي.

د هغه په وينا، په ملي اېتلاف کې يو لړ اختلافونه شته او که ډاکټر عبدالله نوماند شي نو محمديونس قانوني، نورالحق علومي، احمدولي مسعود او يوشمېر نور کسان به يې له ملاتړه لاس په سر شي.

د ګوندونو او سياسي اېتلافونو په همکارۍ شورا کې يوه سرچينه وايي، نه پوهېږي چې په اېتلاف او يا جبهه کې څه ستونزې رامنځته شوې؛ خو د همکارۍ شورا ته يې استازي منظم راځي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د محمديونس قانوني او نورالحق علومي نظرونه هم و اخلي خو ونه توانېد.

خو احمدولي مسعود پژواک اژانس ته وويل، که څه هم چې د افغانستان د ملي اېتلاف له بنسټګرو څخه دى، خو له تېر يوه کال راهيسې له دغه اېتلافه وتلى او له هېڅ سياسي ډلې سره تړاو نه لري.

دغه راز څه وخت وړاندې نوماندۍ ته د پوهنې د وزير فاروق وردګ خبره هم راپورته شوه خو د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وايي، چې تر اوسه فاروق وردګ په دې اړه بحثونه نه دي کړي.

همدارنګه د ډاکټر اشرف غني احمدزي سلاکار استاد لال پاچا ازمون پژواک اژانس ته وويل، چې ډاکټر اشرف غني احمدزي تر اوسه د خپلې نوماندۍ په اړه بحث نه دى کړى او نه يې هم په دې اړه له چا سره کتلي دي.

دى وايي، ډاکټر احمدزى د ملي اجماع په نوم يو پروګرام پيل کړى، له يوشمېر کسانو سره يې په اړه ليده کاته هم کړي او هدف له دې ملي اجماع نه دا دى، چې ځوانان او سياسي قشر يوې پايلې ته سره ورسېږي.

ممکنه مرستيالان:

دغه راز ويل کېږي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله، ضراراحمد مقبل، محمديونس قانوني، احمدضيا مسعود، عطامحمد نور، صلاح الدين رباني، محمدمحقق، نور اکبري، ډاکټر شاه جهان، صادق مدبر او امرالله صالح هم د مرستيالۍ په اړه فکر کوي.

دولت ته نږدې سرچينه وايي، امريکا او برېتانيا هڅه کوي، چې د محمديونس قانوني، امرالله صالح اوډاکټر عبدالله له منځه يو يې لومړى مرستيال شي.

ويل کېږي، چې ډاکټر زلمى خليلزاد د مرستيالۍ لپاره پر عطا محمد نور، احسان الله بيات، قيوم کرزي، صلاح الدين رباني او صادق مدبر فکر کوي.

ملي اجماع:

تر اوسه د بېلابېلو ډلو او شخصيتونو له خوا د ملي اجماع لپاره شپږ بېلابېلې طرحې او پلانونه جوړ شوي او پژواک خبري آژانس تر لاسه کړي، خو دوى د ملي اجماع ترڅنګ له دې لارې ځانته کمپاينونه هم کوي.

تر اوسه د ډاکټر اشرف غني له خوا په ١٦ مخونو د ((ميثاق ملي براى ثبات وتحول)) په نوم، د ډاکتر زلمي خليلزاد له خوا په لسو مخونو کې د ((د باثباته بدلون لپاره ملي طرحه)) په نوم، د استاد عبدالرب الرسول سياف له خوا په څلورو مخونو کې، چې نوم نه لري، طرحې جوړې شوې دي.

دغه راز د ولسمشر کرزي د ورور عبدالقيوم کرزي له خواپه يوه مخ کې ((دولس د پياوړتيا بهير))په نوم، د علي احمد جلالي له خوا په دريو مخونو کې د ((ديدګاه و اهداف کوتاه مدت و دراز مدتدر افغانستان)) او د احمدولي مسعود له خوا په ١٠١ مخونو کې په کتابي بڼه د ((اجنداى ملي،ريفورم سياسى و ايجاد صلح پايدار درافغانستان))په نوم طرحې شته.

د ډاکټر زلمي خليلزاد د دفتر د غړي صفي الله شېرزي په وينا، د ډاکټر خليلزاد هدف د ملي اجماع جوړېدل دي او د همدې لپاره يې هڅې هم کړې، خو پرېکړه يې کړې چې دغه ځل هېواد ته په راتلو سره به د ملي اجماع برخليک معلوم کړي.

د نوموړي په اند، کېداى شي دوه مياشتې وروسته ملي اجماع رامنځته او له ملي اجماع نه د خليلزاد هدف د نوماندانو د شمېر راکمول او سالم رقابت ته د زمينې برابرول دي.

ډاکټر شېرزى زياتوي، دوى عملاً د ډاکټر خليلزاد د کمپاين لپاره خلکو ته فورمې ورکوي او د خلکو د ثبت او ورسره د کتلو لپاره يې يوه سياسي کمېټه هم جوړه کړې ده.

د ده په خبره، په ټولو ولايتونو کې يې د فورمو وېش او د خلکو ثبتول پيل کړي دي.

د همدغه دفتر يوه بل غړي، چې له نورو کسانو سره يې دا خبره کوله او زه هم ناست وم، ويل، چې ډاکټر خليلزاد له ډېرو جهادي او غيرې جهادي مشرانو سره کتلي دي.

هغه وايي، ان د تګ پر مهال يې د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود، د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى، محمد محقق او عبدالرشيد دوستم راغلي وو او په مخه ښه يې ورسره وکړه.

خو د حق او عدالت ګوند وياند او د رهبرۍ شورا غړى حميدالله فاروقي وايي، حق او عدالت ګوند غواړي په ټاکنو کې اغېزمنه ونډه ولري او د همدې لپاره يېيو ملي پروګرام پيل کړى دى.

دى وايي، د داسې يوه نظام لپاره هڅې کوي، چې په غوڅ اکثريت رايو بريالى شي او د مشروعيت او نه مشروعيت په اړه يې پوښتنې نه وي.

نوموړىزياتوي، له همدې امله يې د احزابو په شورا کې له ۲۳ ګوندونو سره يو ځاى په دې اړه خبرې پيل کړې او تر اوسه د هېڅ نوماند نوم نه دى اخيستل شوى.

د هغه په خبره، هر کله چې د احزابو شورا يوې پرېکړې ته ورسېده نو بيا د حق او عدالت ګوند د اساسنامې له مخې په ديموکراتيک ډول ټاکنې کېږي او بيا د ټاکنو له لارې ممکن خپل نوماند معرفي کړي؛ خو تر اوسه دوى په دې اړه هېڅ بحث نه دى کړى.

د حق او عدالت ګوند مرستيال معين مرستيال پژواک اژانس ته وويل، چې د ګوندونو په همکارۍ شورا کې يوه ملي طرحه جوړه شوې چې درې مادې لري.

هغه وايي، په دې طرحه کې لومړۍ ماده د يوه ملي تخنيکي ټيم جوړول چې شمېر يې له اتياوو نه تر سلو کسانو رسېږي او د ټولو ګوندونو استازي به په کې شامل وي، ورپسې د يوه ملي پروګرام جوړول او په دريمه ماده کې پريوه واحد کانديد هوکړې ته رسېدل دي.

د ده په خبره، که څه هم چې پر لومړيو دوو مادو ټول موافق دي خو په دريمه ماده کې چې د يوه ملي واحد کانديد اعلانول دي، ستونزې شته.

د ملي متحد ګوند غړى جنرال امرالله امان هم وايي، د سياسي ګوندونو او اېتلافونو په همکارۍ شورا کې په دې اړه بحثونه نهايي کېدو ته نږدې شوي او د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به د ټولو ګوندونو او اېتلافونو مشران سره راټولېږي او نهايي پرېکړه به کوي.

خو د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي مطبوعاتي مسوول عبدالله کامه وال هغه خبرې چې ګوند يې له حنيف اتمر څخه د ملاتړ په تفاهم کې برخه اخيستې ردوي او وايي، د دوى دريځ دا دى چې د ملي اجماع له لارې دې ټاکنې مخ ته ولاړې شي.

ددې ترڅنګ حزب اسلامي او کريم خليلي سره ګډ اتحاد لري،هڅه کوي د ملي اجماع له لارېټاکنو ته زمينه برابره کړي خو که ونه شو نو دوى به خپل نوماند اعلان کړي.

نوموړى زياتوي، تر اوسه حزب اسلامي په فرد خبره نه ده کړې خو د احزابو په شورا کې ګډون کوي.

دغه راز د حزب اسلامي بل غړى قطب الدين هلال په دې وروستيو کې په کابل کې دفتر خلاص کړى او هڅه کوي چې د حزب بېلابېلې ډلې چې په کې فاروقي، سباوون ارغنديوال شامل دي، سره يو ځاى کړي.

د اېتلاف پخوانى غړى احمدولي مسعود هم وايي، چې دى د ملي اجنډا طرحه پر مخ وړي.

د حزب اسلامي مطبوعاتي مسوول عبدالله کامه وال د فاروق وردګ د نوماندۍ په اړه وويل، چې يوشمېر رسنيو يې په اړه افواهات خپاره کړل، خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه اوس هم د حزب اسلامي او د دغه ګوند د رهبرۍ شورا غړى دى؟ وويل، چې هغه د حکومت وزير دى او د قانون له مخې نه شي کوالى د دغه حزب د رهبرۍ شورا غړى وي.

خو کله چې له نوموړي همدا پوښتنه د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال په اړه وشوه، هغه وويل، چې اقتصاد وزارت ورته په سياسي وېش کې رسېدلى وزارت دى او ارغنديوال له وزارت وړاندې هم د دغه ګوند مشر و.

دغه راز د ګوندونودهمکارۍ شورا ته يوه نږدې سرچينه وايي، ولسمشر کرزي يوه ګروپ ته دنده سپارلې، چې ملي اجماع مخ ته بوځي، چې په کې ډاکټر زلمى خليلزاد، ډاکټر اشرف غني احمدزى او استاد سياف شامل دي،په پاى کې به له دغو دريو نه له يوه ملاتړ کوي.

هغه زياتوي، دغه راز ولسمشر يوشمېر نورو کسانو ته چې فاروق وردګ، عمر داوودزى، عزيز الله لودين او يو ځيني نور دي، هم ويلي، چې کار وکړي او په پاى کې به پر يوه لاس ږدي؛ خو له دغو کسانو به يو هم ونه ټاکي؛ له همدې امله يو شمېر کسان کله نوماندۍ ته لېوالتيا وښيي خو بيا وروسته ځانونه غلي کړي.

دې سرچينې چې له پژواک سره يې خبرې کولې وويل، چې د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزى په دغو ډلو کې شامل نه دى او په يواځې ځان يې خپل پروګرام پيل کړى او مخ ته يې وړي.

سرچينه وايي، چې اوس قيوم کرزي ((د ولس د پياوړتيا بهير)) تر نامه لاندې پروګرام پيل کړى دى.

د دې سرچينې په خبره، استاد سياف هم د ولسمشر کرزي له ټيم سره اړيکه لري او ده هم يو جلا پروګرام پيل کړى خو په حقيقت کې له ولسمشر سره يو دى.

موقت حکومت:

ويل کېږي چې اوسمهال د ولسمشر ډېر فکر خپل ځانته دى او هڅه کوي چې په واک کې پاتې شي، خو دا چې قانون ورته اجازه نه ده ورکړې او واک يې پاى ته رسېږي، نو غواړي چې ټولټاکنې ترسره شي او واک راتلونکي ولسمشر ته وسپاري.

ارګ ته د نږدې سرچينو د معلوماتو له مخې، وروستى پلان چې په ارګ کې پيل شوى هغه د لنډمهال حکومت دى، چې غواړي د دوو کلونو لپاره په افغانستان کې لنډمهال حکومت رامنځته شي او له هغه وروسته ټاکنې وشي.

سرچينه زياتوي، دغه راز امريکا، برېتانيا او طالبان هم پر موقت حکومت باندې سلاشوي، خو اوس يې پر څرنګوالي فکر او خبرې کوي.

خو ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ دبرېتانيا له لومړي وزير سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، چې د پاکستان په ګډون ځيني هېوادونه غواړي په افغانستان کې قدرت ووېشل شي او ملوک الطوايفي رامنځته شي.

دغه راز د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې په ډاګه کړې، چې په اسلام اباد کې د پاکستان يوه لوړ پوړي چارواکي له افغان ديپلومات سره د واک د وېشلو په اړه خبرې کړې او غوښتنه يې کړې چې دسويل ولايتونه طالبانو ته وسپارل شي.

د ولسمشر کرزي بل ورور محمود کرزي د قيوم کرزي د نوماندۍ په اړه پژواک اژانس ته وويل، که څه هم چې تر اوسه قيوم کرزي په رسمي ډول د خپلې نوماندۍ اعلان نه دى کړى؛ خو د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره راتلونکو ټاکنو ته نوماند دى.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې قيوم کرزى د ولسمشر کرزي له ملاتړه برخمن دى که نه؟ وويل، تر اوسه په دې اړه د ولسمشر نظر روښانه نه دى او ښه به وي چې خپله له هغه وپوښتل شي.

محمود کرزي زياته کړې، چې قيوم کرزي له ډېرو سياسيونو او د ټولنې له مختلفو اقشارو سره کتلي او ((د ولس د پياوړتيا بهير)) پروګرام يې پيل کړى دى، خو هغه د چا نوم نه دى اخيستى چې تر اوسه يې له چا سره کتلي دي.

دي زياتوي، په ملي اسلامي اجماع کې به مجاهدين، علماء،و لسي اوقومي مشران، ځوانان، پوهنتون ، استادان اوليکوالان شاملوي.

په کابل کې د ډاکټر زلمي خليلزاد د دفتر مشر شېراعظم اعظم پژواک ته وويل، چې ډاکټر خليلزاد غواړي داسې يوه سراسري ملي اجماع جوړه کړي، چې د افغانستان ټول قوتونه او سياسي ځواکونه په کې برخه واخلي.

هغه وايي، خليلزاد په دې هڅه کې هم دى، چې په دې اجماع کې پاک او خلکو ته منلي کسان برخه واخلي او هغو کسانو ته په کې ځاى نه وي، چې پر وژنو تورن دي، په فساد کې ښکېل دي او خلکو ته د منلو وړ نه دي.

د نوموړي په وينا، په نږدې اونيو کې به د ملي اجماع برخليک روښانه شي، چې ډاکټر زلمي خليلزاد يې په اړه له ولسمشر کرزي سره مفصلې خبرې کړې او تر څنګ يې د هېواد له ټولو مخکښو سياسي مشرانو او سياستوالو سره هم ليدلي دي.

دي وايي، غواړي چې نوماند د ملي اجماع له لارې انتخاب شي؛ خو که ملي اجماع ډاکټر خليلزاد هم ونوموي، نوموړى ورته چمتو دى.

اعظم زياتوي، دوى په دې اند دي،  چې د خليلزاد صلاحيتونو، نړيوال شاليد او ټولو هغو مهمو ټکو ته چې لري يې، ښايي ملي اجماع يې د کانديد په توګه غوره کړي.

د نوماندانو کمولو هڅې:

يو شمېرنورشخصيتونه چې له ځينونوماندانو سره پخوانۍ اړيکې لري او يا هم خپلواک دي، د تېرو ولسمشريزو ټاکنو تجربو ته په کتو سره چې ٤٤ نوماندان يې درلودل، د راتلونکو ټاکنو د نوماندانو د کمولو هڅې پيل کړې دي.

په دوى کې د فکر او عمل جرګې ، د لوى ملي حرکت او نورې ډلو په خپلوکې  ناستې او غونډې پيل کړې دى او په پلان کې ده چې ډير زر د فکر او عمل د جرګې غړي د ممکنه نوماندانو سره خپل ملاقاتونه پيل کړی.  

دوى وايي، چې دافغانستان د ملي ګټو د خوندي ساتلو او د ټولټاکنو د مصارفو د کمولو لپاره هڅه کوي، څو نوماندان راکم کړي.

قومي او سيمه ييزې غونډې:

په کابل او ځينو ولايتونو کې د بېلابېلو لويو او وړو قومونو له خوا يو شمېر غونډې او ناستې په بېلابېلو نومونو جوړې شوې، که څه هم په ښکاره توګه دغو غونډو ټاکنيزې بڼې نه درلودې، خو د مسوولينو يې موخه له دې غونډو د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنوپر مهال خپل ځان ته د نوماندانو پام اړول وو.

د بېلګې پهتوګه د کابل د لويې جرګې په خېمه کې د احمدزيو شورا او د ناصرو قومونو دوه جلا لويې غونډې، په کابل کې د مشرقي شورا غونډه، د سليمانخېلو، ځدراڼو او يو شمېر نورو قومونو غونډې هم ترسره شوې دي.

لوی ملي حرکت ،چې ۱۶ مياشتې وړاندي د سرحدونو  او قبايلو چارو وزارت د نوی سرپرست ډاکټر محمد اکرم خپلواک ،د مدني ټولنو فعال خوشال روهي او داسې نورو ملګرو يې پيل کړی وو ، اوس يې نور غړي په پلان کې لري ، چې د راتلونکې پنجشنې په ورځ په کابل کې د ۳۰۰ تنو غونډه راوغواړي او د ټاکنو ، سولې او داسې نورو مسايلو په اړه خپل کاري پلان جوړ کړي

شننه:

د سياسي چارو شنونکى وحيد مژده وايي، دىيواځې د ولسمشر کرزي د ورور قيوم کرزي له نوماندۍ خبر دى.

هغه پژواک ته وويل، دا چې نور کانديدان ولې په ښکاره د نوماندۍ اعلان نه کوي؟ دليل يې دا دى چې په افغانستان کې د امريکا لوبه مشخصه نه ده.

نوموړي زياته کړه، يوشمېر نورو کسانو چې د ځان لپاره يې خپلې طرحې وړاندې کړې، په هغو کې يوازېنى کس استاد سياف دى، چې راتلونکو ټولټاکنو ته درېږي او دى ډېر د ځان او ولسمشر کرزي د مصوونېدو لپاره هڅې کوي.

مژده وويل، د ډېرو داسې کسانو په اړه هم د نوماندۍ پروپاګنډې دي، چې خپله تر اوسه باور نه لري چې ټاکنې به ترسره شي؛ ځکه په شمال کې حتى ټوپکسالارانو وسلې وېشلې، خلک يې وسله وال کړي او د ټاکنو په اړه په ټوله کې يوه سردرګمي خپره ده.

دا په داسې حال کې ده، چې راتلونکو ټاکنو ته له يادو کسانو سربېره د يوشمېر نورو کسانو نومونه هم د نوماندانو په اړه ښکته پورته کېږي. په دغو کسانو کې د ولسي جرګې لومړى مرستيال ميرويس ياسيني، سرور احمدزى، فوزيه کوفي، ستار سيرت، حاجي ظاهر او يوشمېر نور کسان شامل دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.