ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې لس وسله وال وژل شوي

کندهار کې لس وسله وال وژل شوي

author avatar
2 Jul 2013 - 16:24
کندهار کې لس وسله وال وژل شوي
author avatar
2 Jul 2013 - 16:24

کندهار (پژواک ١١ چنګاښ ٩٢): په کندهار کې هوايي بريد او په دوو ماين چاودنو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ياد ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون مازديګر په ميانشين ولسوالۍ کې څلور وسله وال د ناټو هوايي بريد ووژل.

خبرپاڼه کاږي، چې يادو څلورو وسله والو غوښتل د ميانشين په منډي سيمه کې ورانکاره کړنې ترسره کړي، چې د ناټو الوتکو په نښه کړل.

د خبرپاڼې له مخې، د وژل شوو کسانو وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. 

دغه راز خبرپاڼه زياتوي، چې پرون ماښام په پنجوايي او ژېړۍ ولسواليو کې د خپل ماين چاودنو شپږ وسله وال ووژل.

سرجينه زياتوي، چې درې وسله وال په پنجوايي کې پر خپل ماين ختلي او وژل شوي او درې نور په ژېړۍ کې د ماين خښولو پر مهال د خپل ماين چاودنې وژلي دي.

دا په داسې حال ده، چې يوه اونۍ مخکې د کندهار په شاوليکوټ کې د يوې کورنۍ ١١ غړي د سړک غاړې ماين ووژل.

طالبانو په ماين چاودنو او هوايي بريد کې د خپلو ملګرو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.