لښكرګاه (پژواك ۱۳ چنګاښ ۹۲): د هلمند فرهنګپال او ليكوالان وايي، د څېړونکي او ليكوال عبدالرووف بېنوا جسد دې د امريكا د نيويارك له ايالت څخه افغانستان ته راوړل شي.
يادو ليكوالانو او فرهنګيانو دغه څرګندونې د چنګاښ په ۱۳مه په لښكرګاه كې د نوموړي ليكوال د زېږېدنې د سلمې كاليزې په وياړ جوړ شوي سيمينار كې وكړې.
په دغه يو ورځني سيمينار کې د هلمند او كندهار ولايتونو د مرستيالانو تر څنګ د ولسمشر فرهنګي سلاكار څېړنپوه زلمي هېوادمل او ورسره له کابله راغلي پلاوي هم برخه اخيستې وه.
په سيمينار كې ليكوالانو د عبدالرووف بېنوا پر فرهنګي فعاليتونو، چاپ شوو اثارو، د هغه پر دندو او خدمتونو ويناوې وکړې، مقالې يې ولوستې او له ځوانانو يې غوښتنه وكړه، چې د توپك پر ځاى قلم واخلي او د هېواد په بيارغونه كې برخه واخلي.
د هلمند د اطلاعاتو او كولتور رييس علي شاه مظلوميار وويل، بېنوا د هېواد له نامتو څېړونکو او ليكوالانو څخه و، په خپل وخت كې يې د ادب او فرهنګ په برخه كې ستر خدمتونه كړي دي.
د مظلوميار په خبره، په راتلونكو كې به هم په هلمند کې د هېواد د وياړلو شخصيتونو په ياد سيمينارونه او غونډې جوړې كړي.
د اطلاعاتو او کولتور رييس زياته كړه، د هلمند او كندهار ټول فرهنګيان غواړي، چې د عبدالرووف بېنوا جسد دې د نيويارك له نيوجرسي څخه افغانستان ته راوړل شي او د هلمند په دولتي پوهنتون كې دې خاورو ته وسپارل شي.
د هلمند مرستيال والي احمدمسعود بختور هم ژمنه وكړه، چې د ټولو ادبي او فرهنګي مراسمو او غونډو لپاره به د ولايت له امكاناتو ګټه واخلي.
نوموړي وويل، د هلمند د ليكوالانو په خوښه به په لښكرګاه كې د عبدالرووف بېنوا په نوم يوه څلور لارې جوړه کړي.
په غونډه كې د ولسمشر سلاكار زلمي هېوادمل هم ژمنه وكړه، چې د هلمند د ليكوالانو او شاعرانو غوښتنې به ولسمشر ته ورسوي.
د هغه په خبره، د عبدالرووف بېنوا د جسد راوړلو په اړه يې پخوا هم هڅې كړې، خو د هغه كورنۍ د دغه كار مخالفت كړى دى.
د كندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال هم ژمنه وكړه، چې د بېنوا ناچاپ اثار به چاپوي او د ده په اړه به له هغو ليكوالانو سره هر ډول مرسته وكړي، چې غواړي د نوموړي په اړه څېړنې وكړي.
د عبدالرووف بېنوا پلرنى ټاټوبى د هلمند د موسى كلا ولسوالۍ ښودل شوى، خو بېنوا سل كاله مخکې په كندهار ښار کې زېږېدلى او په ۱۳۶۳ لمريز كال د امريكا په نيويارك ښار كې ومړ او هلته خاورو ته وسپارل شو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن