ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوستۍ په دروازه کې ځانمرګي بريد لسو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د دوستۍ په دروازه کې ځانمرګي بريد لسو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
5 Jul 2013 - 10:36
د دوستۍ په دروازه کې ځانمرګي بريد لسو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
5 Jul 2013 - 10:36

کندهار ښار ( پژواک ١٤ چنګاښ ٩٢ ) : د سپين بولدک – چمن ترمنځ ددوستۍ په دروازه کې د ځانمرګي بريد له امله لسو تنو پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځانمرګى بريد نن سهار په نهه نيمو بجو وشو.

هغه زياته کړه ، ځانمرګى بريد کوونکى چې پلى و او په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي وو، د ډيورنډ پولې له پورې غاړې څخه سپين بولدک ته دراتګ هڅه يې کوله.

د فيصل په وينا، بريد کوونکي ددوستۍ دروازه په مينځ کې ځانته چاودنه ورکړې چې له امله يې يو سرحدي پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوى دى.

نوموړى وايي چې په دې پېښه کې يو پوليس او اوه عام وګړي ټپيان شوي چې د سپين بولدک روغتون ته لېږدول شوي دي.

عيني شاهدان وايي چې چاودنه   زوروره وه او په داسې حال کې دا بريد شوى چې ګڼ شمېر خلک ددوستۍ په دروازه د تګ راتګ په حال کې وو.

يوې بلې سرچينې وويل چې په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او تر ١٠ زيات ټپيان دي، خو تر اوسه رسمي سرچينو دا شمېره نه ده تاييد کړل.

تر دې ځانمرګي بريد وروسته د دوستۍ دروازه د امنيتي ځواکونو لخوا تړل شوې ده.

ددې ځانمرګي  بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.

ديادونې وړ ده چې تر دې مخکې ددوستۍ په دروازه کې او سپين بولدک په بازار کې ګڼ شمېر ځانمرګي بريدونه شوي چې له امله يې پوليس او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.