کابل (پژواک،١٩چنګاښ٩٢):دافغانستان په سوېل کې ديوه”افغان سرتېري” په ډزو يو سلواکى سرتېرى وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د سلواکيا د دفاع وزير مارتين ګلواک (Martin Glvac) ويلي، چې يوه افغان سرتېري په سوېلي ولايت کندهار کې ددوى پر سرتېرو بريد کړى دى.
آيساف هم د افغان سرتېري په ډزو د افغانستان په سوېل کې د ايساف د يوه سرتېري وژل کېدل تاييد کړي ، خو د هغه د هويت او په دې پېښه کې د ټپيانو په اړه يې څه نه دي ويلي.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې بريد کوونکى نيول شوى او پېښه ددوى او افغان ځواکونو تر پلټنې لاندې ده.
تېره ورځ د کندهار امنيتي چارواکو ويلي و، چې دا پېښه د کندهار په هوايي ډګر کې رامنځته شوې، چې زرګونه افغان او بهرني سرتېري پکې مېشت دي.
په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د هوايي لوا قوماندان جنرال عبدالرازق شيرزي پژواک خبري اژانس ته ويلي و ، چې په دې بريد کې د ايساف درې سرتېري ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، چې بريدګرسرتېرى د لغمان ولايت اوسېدونکى دى او له تېرو څو کلونو راهيسې يې د دوى په لوا کې دنده درلوده.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاويد فيصل هم پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي بريد تر لفظي شخړې وروسته شوى دى.
ديادونې ده، چې تر دې مخکې د کندهار ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دا ډول داخلي بريدونه شوي دي.
تېر کال په ٤٦ دا ډول داخلي بريدونو کې ٦٢ بهرني سرتېري وژل شوي وو، خو سږ کال دا ډول بريدونه لږ شوي و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن