ګردېز(پژواک،١٩چنګاښ٩٢): دپکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې دسولې ولايتي کمېټې يو غړی دناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
دپکتيا دسولې د ولايتي کمېټې رييس مولوی خالق داد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دسولې کمېټې دغه غړی سيدبادشاه منګل نومېده او تېرماښام دڅمکنيو ولسوالۍ له بازار څخه دکور پر لور روان و،چې په موټرېې ډزې وشوې او ټپي شو، خو روغتون ته يې په لاره کې ساه ورکړه.
نوموړی وايي، چې تر اوسه نه ده معلومه ،چې د منګل په وژلو کې دچالاس ، خو دامنيتي ځواکونو پلټنې روانې دي .
نوموړی زياته کړه، چې منګل په سيمه کې قومي مشر او دسولې د ولايتي کمېټې فعال غړی و او په دې برخه کې يې مهمه ونډه لرله.
دپکتيا ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي دسولې کمېټې ديادي غړي وژنه غندلې او له وسله والو څخه يې غوښتي،چې له داسې کړنو لاس واخلي .
تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو په پکتيا کې دالومړی ځل دی ،چې دسولې ولايتي کمېټې يو غړی دناپېژاندو وسله والو له خوا وژل کيږي .
د سولې کمېټې ياد غړى په داسې حال کې وژل شو، چې تېره ورځ په څمکنيو ولسوالۍ کې زرګونو تنو د سولې په اړه غونډه وکړه او ددې پروسې پر وړاندې يې په شته خنډونو رڼا واچوله .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن