کابل (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٢): ولسمشر کرزي لارښوونه کړې، چې په هرات کې د وروستۍ پېښې د قربانيانو د کورنيو غړو ته ځمکه ورکړل شي او د هغوى يو شمېر کسان د حج لپاره بيت الله شريف ته ولېږل شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي په هرات کې د وروستۍ پېښې د وژل شويو کسانو د کورنيو له مشرانو سره، نن ټېلېفوني خبرې وکړې.
د هرات د اوبې ولسوالۍ په اوتاج سيمه کې وړمه ورځ (د چنګاښ ١٨مه) پر يوه زرنج (رېکشا) د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ١٩ تنه ووژل شول.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، حامدکرزي په دغو ټېلېفوني خبرو کې يو ځل بيا د وژل شويو کسانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل او له هغوی سره يې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.
سرچينه ليکي، ولسمشر د قربانيانو ورثه وو ته ډاډ ورکړ، چې له دوی سره د غمشريکۍ په موخه به نغدي مرسته وشي، د سرپناه لپاره به ځمکه ورکړل شي او د دوی د کورنيو يو شمېر غړي به د حج لپاره بيت الله شريف ته واستول شي.
د خبرپاڼې په وينا، حامدکرزي د هرات والي سيد فضل الله وحيدي ته يو ځل بيا لارښوونه وکړه، چې د هرات د وروستۍ پيښې د قربانيانو له کورنيو سره دې ژر تر ژره د ولايت له لوري نه هم لازمې مرستې وکړي.
د هرات والي ولسمشر ته ډاډ ورکړى، چې د ده د لارښوونې پربنسټ يې د وژل شويو کسانو کورنيو ته يوه اندازه نغدي مرسته او د هرات د سرې مياشتې، ولايتي شورا، ښاروالۍ او سوداګرو مرستې رسولې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن