ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال: حصارک د حکومت د نه پاملرنې له امله له سقوط سره مخ ده

ولسوال: حصارک د حکومت د نه پاملرنې له امله له سقوط سره مخ ده

author avatar
11 Jul 2013 - 14:14
ولسوال: حصارک د حکومت د نه پاملرنې له امله له سقوط سره مخ ده
author avatar
11 Jul 2013 - 14:14

جلال اباد (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٢): د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف وايي، چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې د حصارک ولسوالۍ د وسله والو له لوري کلابنده ده.

نوموړي د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې يې ستونزه بار بار له ولايتي ادارې سره شريکه کړې، خو تر اوسه يې جدي اقدام نه دى کړى.

دى وايي، چې په تېرو اوو مياشتو کې ګڼو وسله والو يو شمېر ولسونه وهلي، ټکولي او وژلي يې دي خو دوى يې د ژغورلو وس نه درلود.

ده زياته کړه: ((خلک وژل شوي دي، له کليو شړل شوي مګر موږ وسلې او مهمات نه لرل چې د وسله والو مخالفت مو کړى واى.))

معروف وايي، چې له ولايتي ادارې يې څو ځلې د مهماتو غوښتنه کړې، خو تر اوسه يې ځواب نه دى معلوم شوى.

ولسوال وايي، چې دغه ولسوالي يې د خپلو شخصي اړيکو له مخې د خپلو خپلوانو په واسطه ساتلې، خو وايي که دولت مرسته ورسره ونه کړي، سقوط به شي.

ده وويل: ((د ولايتي ادارې د بې غورۍ له امله مو له ولايتي ادارې سره اړيکې پرې کړې دي.))

د هغه په وينا، له ولايتي ادارې سره به يې اړيکې تر هغو پرې وي، څو يادې ادارې په خپله په دې ولسوالۍ کې پراخ عمليات نه وي کړي او يا يې هم له دوى سره د مهماتو مرسته نه وي کړې.

ولسوال وايي: ((خپل امکانات خو همدومره وي چې ما اووه مياشتې دغه ولسوالي وساتله.))

دی وايي، چې په دې ولسوالۍ کې تر زرو زيات بهرني او کورني وسله وال فعاليت لري، خو له دوى سره يواځې ٤٨ پوليس دي او هغه هم ډېره برخه يې د ده کليوال او خپلوان دي.

ولسوال زياتوي، د شخصي اړيکو له مخې له يوه او بل نه په سوال وسله پيدا کوي او ولسوالي پرې ساتي.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون د حصارک ولسوال او د ننګرهار والي په ټيلېفون کې لفظي شخړه کړې ده.

سرچينه زياتوي، ولسوال ترې څو ځلي د وسلو او مهماتو غوښتنه کړې خو والي يې په اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د حصارک ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي هم تاييدوي چې شاوخوا اوه مياشتې کېږي چې ياده ولسوالي د وسله والو له لوري کلابنده ده.

دوى وايي، چې د حصارک ګڼ شمېر خلک له دې ولسوالۍ راکډه شوي او په نورو ځايونو کې مېشت شوي دي.

د حصارک اوسېدونکى قومي مشر ډاکټر نعيم ولاړ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څه موده وړاندې د ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د وسله والو پر ضد پاڅون وکړ، خو دولت د پاڅون کوونکو تر شا ونه درېد او وروسته له وېرې د جلال اباد ښار ته راکډه شول.

ده زياته کړه: ((اوس نو ولسونه څه وکړي، که د ولايتي ادارې همدا حال وي نو مجبور يو چې له وسله والو سره يوځاى شو.))

د حصارک قومي مشر سلطان جان وايي، چې تېره ورځ هم د يو شمېر بهرنيو وسله والو له لوري د يوه قومي مشر پر کور بريد وشو او شپږ تنه يې وژلي دي.

ده زياته کړه، ډېر وخت هغه قومي مشران چې له ولسوالۍ سره اړيکه لري، د وسله والو له لوري ګواښل کېږي.

سلطان جان وايي: ((دا درې ورځې کېږي چې په حصارک کې جګړه روانه ده.))

نوموړى پر مرکزي ادارې غږ کوي، چې د حصارک ولسوالۍ د جوړېدو په موخه دې جدي تصميم ونيسي، ګني ډېر ژر به له سقوط سره مخ شي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي پژواک خبري اژانس ته هغه ادعاوې چې ګواکې د حصارک ولسوالۍ اړيکې له ولايتي ادارې سره شليدلې، ردوي او وايي چې ولايتي اداره له ولسوالۍ سره اړيکې لري.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي هم پژواک ته تاييد کړه چې په حصارک ولسوالۍ کې وسله وال موجود دي او وخت ناوخت جګړې رامنځته کېږي.

دى زياتوي، چې د ولسوالۍ اړيکې له دوى سره نه دې پرې شوې او اوس هم له ولسوالۍ سره اړيکه لري.

نوموړي د وسلو او مهماتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.