ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“يو ځاى شوو طالبانو ته دې سالمې بوختياوې پيدا شي”

“يو ځاى شوو طالبانو ته دې سالمې بوختياوې پيدا شي”

author avatar
11 Jul 2013 - 11:12
“يو ځاى شوو طالبانو ته دې سالمې بوختياوې پيدا شي”
author avatar
11 Jul 2013 - 11:12

هرات ښار (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٢): د هرات د ولايتي شورا رييس د سولې له پروسې سره يو ځاى شوو طالبانو ته د سالمې بوختيا لپاره د کار او د هغوى د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه.

د ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي دغه څرګندونې تېر مازديګر په ياد ولايت کې د سولې له پروسې سره د ١٢ وسله والو د يو ځاى کېدو په مراسمو کې وکړې.

هغه ټينګار وکړ، چې د دولت پر وړاندې د وسله والو درېدل د عقيدې له مخې نه، بلکې د فقر، بې وزلۍ، بې کورۍ او د فردي امنيت د نشتوالي له امله دي.

له سولې پروسې سره د يو ځاى شوې دوولس کسيزې ډلې مشر ارباب نادر خبريالانو ته وويل، چې دوى په ادرسکن، شينډنډ او ګذرې ولسواليو کې د حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد فعاليتونه ترسره کول.

هغه زياته کړه، چې د سولې شورا د ولايتي کمېټې تر بلنې او ډاډ وروسته ملکي ژوندانه ته راستانه شوي دي.

د نوموړي په وينا، دوى له نورو ملګرو سره هم په اړيکو کې دي او هغوى به هم وهڅوي څو د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

دغو کسانو له ځان سره ١٢ ميله وسلې او مهمات هم راوړي وو.

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د ښه راغلاست ترڅنګ هغوی ته د امنيت او کاري بوختياوو  د زمينې برابرولو ژمنه ورکړه.

د  هرات د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې رييس مولوي غلام سرور پژواک ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې تر ٩٠٠ زيات وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

هغه ډاډ ورکړ، چې نووتسليم شوو کسانو ته به هم د مسلکي زده کړو پروګرام پيل او د غوښتنې په صورت کې به پر دندو وګومارل شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.