ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډوبینز هیله څرګنده کړه چې پر امنیتي سند افغان حکومت سره پریکړې ته ورسیږي

author avatar
11 Jul 2013 - 22:38
author avatar
11 Jul 2013 - 22:38

کابل ( پژواک ۲۰ چنګاښ ۹۲ ) افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي جیمز ډوبینز هیله څرګنده کړه چې افغانستان سره به پر امنیتي سند یوې پریکړې ته ورسیږي.

دامریکا ځانګړی استازی چې څو ورځې مخکې یې له کابل او اسلام ایاد څخه لیدنه کړې، یادې څرګندونې د چنګاښ په ۲۰مه، په واشنګټن کې د مشرانو جرګې یا سنا د بهرنیو اړیکوکمیسیون ته د وینا پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړې : (( موږ هیله مند یو چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، په دغه هیواد کې د پاتې کیدونکو امریکایي ځواکونو او امنیتي سند پر سر له افغان حکومت سره یوې پریکړې ته ورسیږو.))

 د نوموړي په وینا،په اصل کې ډیری افغانان غواړي چې امریکایان هلته پاتې وي.

ډوبینز وایي چې ولسمشر بارک اوباما اوس هم په بیلا بیلو انتخابونو فکر کوي چې څومره امریکایي سرتیري به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې وي.

دامریکا ځانګړي استازي زیاته کړې : (( افغانان به د خپل هیواد بیارغونې لپاره یواځې نه وي.))

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.