ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بورکې ولسوال: د ايساف چورلکه غورځېدلې

author avatar
12 Jul 2013 - 12:16
author avatar
12 Jul 2013 - 12:16

کابل (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٢): افغان سيمه ييز مسوولين وايي، چې د بغلان په بورکې ولسوالۍ کې د ايساف يوه چورلکه غورځېدلې، خو ايساف بيا ويلي، چې يادې چورلکې د تخنيکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.

د بورکې ولسوال عبدالجبار اسلامي د چنګاښ په ٢١ پژواک اژانس ته وويل، ياده چورلکه تېره شپه ١٢ بجې هغه مهال وغورځېده، چې ايساف ځواکونو د دې ولسوالۍ په دهن الف کلي کې د يوه طالب قوماندان د نيولو په موخه عمليات ترسره کول.

د ولسوال په وينا، چې د غورځېدلې چورلکې ټوټې له سيمې په نورو چورلکو کې ولېږدول شوې.

د معلوماتو له مخې، چې په دغو عملياتو کې د شراب په نوم يو مشهور طالب قوماندان د هغه له دريو کسانو سره ايساف ځواکونو له ځان سره وړى دى.

د سيمې يو اوسېدونکى جمعه قلي د چورلکې د غورځېدو په پلخي سره وويل، چې تېره شپه ١٢ بجې يې لومړى د چورلکو غږونه واورېدل او وروسته د ايساف ځواکونو د لوډ سپېکر له لارې له خلکو غوښتنه کوله، چې له کورونو دې نه راوځي.

نوموړى زياتوي، چې له هغه يو ساعت وروسته د چاودنې غږ واورېدل شو او نن سهار يې وليدل چې ياده چاودنه د چورلکې د لوېدو له امله وه.

خو د ايساف يوه وياند پژواک ته ويلی، چې د ناټو يوې چورلکې په بغلان کې بېړنۍ ناسته کړې او د پېښې په سيمه کې د مخالفينو د خوځښتونو په اړه تر اوسه هېڅ راپور نه دى ورکړل شوى.

د ايساف يادې سرچينې ويلي، چې په دې پېښه کې په چورلکه کې ناستو کسانو ته کوم جدي زيان نه دى رسېدلى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ياده چورلکه طالبانو ويشتلې او غورځولې يې ده.

نوموړى ادعا کوي، چې د چورلکې د غورځېدو په دې پېښه کې ٢٧ امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

هغه وويل، چې بهرنيو ځواکونو د سيمې يو شمېر ملکي وګړي له ځان سره وړي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.