ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سترې محکمې د شفافيت د نړيوال سازمان د دفتر د تړلو ګواښ وکړ

سترې محکمې د شفافيت د نړيوال سازمان د دفتر د تړلو ګواښ وکړ

author avatar
13 Jul 2013 - 17:34
سترې محکمې د شفافيت د نړيوال سازمان د دفتر د تړلو ګواښ وکړ
author avatar
13 Jul 2013 - 17:34

کابل (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٢): سترې محکمې د شفافيت د نړيوال سازمان راپور رد کړ او زياتوي چې د افغانستان په قضايي ادارو کې فساد شتون نه لري.

تېره اونۍ د شفافيت د نړيوال سازمان (جرمني) يوه سروې خپره کړه ، په دې سروې کې راغلي و، چې د افغانستان قضا تر نورو ادارو ډېره فاسده ده؛ افغانانو د نورو دولتي ادارو په پرتله عدلي ، قضايي او د پوليسو ارګانونو ته ډېر رشوت ورکړى دى.

دا سروې ، چې د اتو مياشتو په موده کې په ١٠٧ هېوادونو کې له ١١٤ زره کسانو سره د خبرو پربنسټ د ياد سازمان له لوري چمتو شوې، په افغانستان کې يې ٢٠٤٠ تنه د فساد او رشوت په اړه پوښتلي دي.

ډېرو پوښتل شويو افغانانو ويلي، چې رشوت او اداري فساد په تېرو دوو کلونو کې ډېر شوى دى.

خو د سترې محکمې اداري رييس ډاکټر عبدالله عطايي دا راپور ردوي او له ياد سازمان څخه يې وغوښتل، چې د دې راپور د صحت په اړه سترې محکمې ته ثبوت وړاندې کړي، که نه د دې سازمان هغه څانګه چې په افغانستان کې کار کوي، تر قانوني تعقيب لاندې به يې راولي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، نړيواله ټولنه غواړي د قضايي ارګانونو پر وړاندې د خلکو اعتماد له منځه يوسي؛ د افغانانو او قضايي ارګانونو ترمنځ بې اعتمادي رامنځته کړي.

د ده په وينا، بهرنيان په قضا پورې ځکه تور پورې کوي، ترڅو هغه پراخ فساد ، چې د دوى په موسسو کې دى، د خلکو له پامه لرې کړي.

نوموړي وايي : ((  بهرنيانو له قضايه قوې سره خپلې مرستې د فساد له منځه وړلو پورې مشروطې بللي، خو موږ ورته  ويلي، چې د افغانستان قضا يو لړ اصول لري، د همدې اصولو او قانون پربنسټ احکام صادروي او هېڅکله له قانون څخه سرغړاوى نه کوي.))

نوموړي زياته کړه، له بده مرغه داسې انګېرل کېږي، چې مدافع وکيل ، څارنوال، کمېشن کار، محرر دا ټول په قضا پورې اړه لري، په داسې حال کې،  چې دا کسان د قضا اړوند نه دي.

د ډاکټر عطايي په وينا، هغه څوک چې وايي د سترې محکمې کوم مامور ته يې بډې ورکړي، ولې له هغو نومرو چې په ټولو محکمو کې ثبت دي، د سترې محکمې د کنټرول او مراقبت له ادارې سره اړيکه نه نيسي، ترڅو يې په اړه اقدامات وشي.

نوموړي په دې برخه کې د ټولو خلکو همکاري لازمه وبلله.

د سترې محکمې اداري رييس د يادې سروې په اړه وايي، چې دې سازمان په کوڅه او بازار کې يواځې فورمې وېشلي او له خلکو يې د قضا په اړه نظر غوښتى دى.

خو ده زياته کړه، هغوى بايد روښانه کړې واى، چې د کوم ولايت، کومې محکمې او قاضي ترې رشوت غوښتى دى.

نوموړى وايي : ((دا سمه نه ده چې هر کس او ناکس دې څېړنه وکړي؛ موږ په ټوله معنا دا ردوو او هغه موږ ته هېڅ ارزښت نه لري.))

هغه زياته کړه ، تر هغه چې علمي، کره او بې پلوه څېړنه ونه شي، نو دغسې سروې ګانې دوى ته د منلو نه دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.