ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال په پکتيکا کې د غنمو حاصلات زيات شوي

سږکال په پکتيکا کې د غنمو حاصلات زيات شوي

author avatar
13 Jul 2013 - 15:22
سږکال په پکتيکا کې د غنمو حاصلات زيات شوي
author avatar
13 Jul 2013 - 15:22

ښرنه ( پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٢) : د پکتيکا کروندګر او ځمکه لرونکي وايي،،چې د زياتو اورښتونو له امله يې سږ کال دغنمو حاصلات زيات شوي دي.

د مرکز د چهاردهې کلي يو کروندګر جمعه محمد وايي،د تېر کال په پرتله يې سږکال د غنمو حاصلات ډېرشوي دي.

نوموړی زياتوي، تېرکال يې له خپلې ځمکې څخه ۳۰۰ منه غنم ترلاسه کړي و، چې سږکال يې له همدغې ځمکې څخه ۵۰۰ منه غنم په لاس راوړل.

د ښرنې اوسېدونکى يوتن کروندګر حبيب الله خان  وايي، تېرکال يې له خپلې ځمکې ۱۵ خرواره غنم په لاس راوړي وو.

هغه زياتوي،چې سږکال يې د غنمو حاصلات ډېرشوي او۲۲ خرواره غنم يې ترلاسه کړل.

د پکتيکا د يحيى خېلو اوسېدونکى بهاول ،چې دکرنيزو چارو ماهر هم دی وايي، د دې ولسوالۍ د غنمو کروندګر سږکال له خپلو کروندوڅخه خوښ دي.

دى وايي،چې که دولت له کروندګرو سره د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې مرسته وکړي، نو د غنمو حاصلات به نور هم لوړ شي.

د پکتيکا دکرنې رييس محمد وصيل هم دا مني،چې د غنمو په حاصلاتو کې  د نورو کلونو په پرتله يو نيم برابر زياتوالى راغلى دى.

وصيل پژواک اژانس ته وويل، سږ کال پکتيکاوالو له خپلو ځمکو د۴۵۰۰ ټنو په شاوخواکې د غنمو حاصلات په لاس راوړي دي .

نوموړى د اټکل په ډول وايي،چې تېر کال په پکتيکا کې د غنمو حاصلات  ٣٠٠٠ ټنو ته رسېدل.

د کرنې رييس ژمنه وکړه،چې په راتلونکي کې به د پکتيکا بزګرو ته د غنمو د ښو حاصلاتو د ترلاسه کولو په موخه  اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره ووېشي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.