ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني ټولنو د ماندګار ورځپاڼې د خبريال د خوشې کولو غوښتنه وکړه

مدني ټولنو د ماندګار ورځپاڼې د خبريال د خوشې کولو غوښتنه وکړه

author avatar
13 Jul 2013 - 18:06
مدني ټولنو د ماندګار ورځپاڼې د خبريال د خوشې کولو غوښتنه وکړه
author avatar
13 Jul 2013 - 18:06

کابل ( پژواک ٢٢ چنګاښ ٩٢ ) : يو شمېر مدني ټولنو د لويې څارنوالۍ له خوا د ماندګار ورځپاڼې د يوه خبريال نيول وغندل او دهغه د خوشې کولو غوښتنه يې وکړه.

 د ماندګار ورځپاڼې يوتن خبريال عزيز الرحمن سخي زاده څو ورځې مخکې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې پر ضد يوه ليکنه خپره کړې وه.

سرچينې وايي ، چې ددې ليکنې تر خپرېدو وروسته هغه لويې څارنوالۍ ته غوښتل شوى او بيا سمدلاسه بندي شوى دى.

 د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې، له فساد سره د مبارزې څار ادارې او د فساد پر وړاندې د افغانو ښځو د ايتلاف له خوا د چنګاښ په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې ګډه خبرپاڼه کې د لويې څارنوالۍ دغه اقدام غندل شوى دى.

 سرچينې زياته کړې، چې عزيز الرحمن سخي زاده له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې يو له مدني فعالانو څخه دى او پخپله ليکنه کې يې له اداري فساد سره د مبارزې په عالي اداره کې د فساد له شتون څخه  پرده پورته کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ورځپاڼه کې د هغه دليکنې خپرېدل د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې د جدي غبرګون لامل شو او د هېواد له  لويې څارنوالۍ څخه يې د يوه ليک په وسيله د سخي زاده د نيولواو بندي کولو غوښتنه وکړه .

يادو مدني ټولنو پخپله ګډه اعلاميه کې ويلي، لازمه وه ، چې لويې څارنوالۍ په نوموړې خپره شوې ليکنه کې د فساد دشتون په اړه غور کړی وای، خو له بده مرغه  سخی زاده يې ونيوه او بندي يې کړ .

سرچينه زياتوي ، چې سخي زاده له تېرې يوې اونۍ راهيسې د توقيف په حالت کی ژوند تېروي.

 خبرپاڼه کاږي، دا په داسې حال کې ده ، چې له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې څو څو ځله ويلي، چې دوى دهېواد لويې څارنوالۍ ته د مفسدو چارواکو لست او نومونه لېږلي دي ، خو څارنوالۍ تر اوسه په دې برخه کې  هېڅ   اقدام نه دی کړی .

دا په داسې حال کې ده، چې د مدني ټولنې يو تن فعال يې له فساد سره د مبارزې په لاره کې د  افشا ګرۍ په تور نيولی دی.

 د اداري فساد پر وړاندې دمبارزې افغاني شبکه، له فساد سره د مبارزې څار اداره  او د فساد پر وړاندې د افغانو ښځو ايتلاف د دغه مدني فعال نيول او بندي کول د ديموکراتيکو اصولو، بشري حقونو، بيان آزادۍ او د افغان حکومت ټولو کړو نړيوالو ژمنو پر ضد بولي .

دغو ټولنو له ولسمشر حامد کرزي غوښتنه وکړه ، ترڅو د سخي زاده د خوشې کېدو لپاره پخپل وخت اقدام وکړي .

د يادونې ده، چې  بې پولې ژورنالېستانو هم تېره اونۍ د سخي زاده نيول غندلي و او دهغه د خوشې کولو غوښتنه يې کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د رسنيو د سرغړونو کمېسيون فعال دى او دا ډول دوسيې دغه کمېسيون ته راجع کېږي.

 

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.