ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوو پوليسو او درې وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

اوو پوليسو او درې وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
14 Jul 2013 - 17:38
اوو پوليسو او درې وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
14 Jul 2013 - 17:38

خوست _جلال اباد(پژواک٢٣چنګاښ٩٢):چارواکي وايي، په خوست او ننګرهار کې د ماين چاودنې او جګړې په ترڅ کې اوو پوليسو او درېيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

 د خوست ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي،چې نن غرمه د چنګاښ په ٢٣مه په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو پر موټر د ماين چاودنه وشوه.

خبر پاڼه کاږي،چې چاودنې دوه پوليس وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

 د خبر پاڼې له مخې،پوليس د زني خېلو په سيمه کې په ګزمه بوخت و،چې په يو موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي پرې وچاودېدل.

 د يو بل خبر له مخې ، نن غرمه د ننګرها په خوګياڼو ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې درېيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن لس بجې د خوګياڼو په وزيرو کې د دولت وسله والو مخالفينو د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى، چې له امله يې يو وسله وال وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

 عبدالزى زياتوي، چې په نښته کې سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د مخالفينو يو تن د سيمه ييزو پوليسو له لوري ژوندى نيول شوى دى.

 د عبدالزي په وينا،چې وژل شوى وسله وال پاکستانى دى.

 د سيمې اوسيدونکي عبدالمالک پژواک ته وويل، چې نښتې يو ساعت دوام وکړ او دوه عام وګړي په کې برسيرن ټپيان شول.

دى وايي، چې په نښته کې يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوى دى.

  د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خوست او ننګرهار د پېښو په اړه ناخبري  وښوده.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.