ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور افغان سرتېري او يو وسله وال وژل شوي

څلور افغان سرتېري او يو وسله وال وژل شوي

author avatar
16 Jul 2013 - 14:58
څلور افغان سرتېري او يو وسله وال وژل شوي
author avatar
16 Jul 2013 - 14:58

ميمنه-پلخمري (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٢): په فارياب ولايت کې د ماين چاودنې له امله د ملي اردو دوه سرتېري، دوه پوليس او يو وسله وال بيا په بغلان کې په يوه امنيتي پېښه کې وژل شوي دي.

د فارياب د المار ولسوال محمد صالح صالح وايي، ياد دوه سرتېري تېر ماښام هغه مهال وژل شوي، چې په قره غويلي سيمه کې يې پر ټانک د سړک غاړې ماين، چې د ملي اردو اډې ته يې اعاشه وړه، وچاودېد.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې دوه نور سرتېري ټپيان شوي هم دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې په دې چاودنه  کې ١٥ سرتېري وژل شوي او د هغوى ټانک هم په کې ويجاړ شوى، خو سيمه ييز چارواکي ياده ادعا ردوي.

په بغلان ولايت کې دوه پوليس او يو وسله وال هم وژل شوي دي.

د بورکې ولسوال عبدالجبار اسلامي پژواک ته وويل، چې په فلول سيمه کې د طالبانو په کمين کې يو پوليس وژل شوى او د دوى په ځوابي بريد کې بيا يو طالب هم وژل شوى او مړى يې له يوې مېکروف تومانچې سره يو ځاى په سيمه کې پاتې دى.

د بغلان امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول جاوېد بشارت هم وايي، چې د پوليسو يو رينجر موټر هغه مهال د طالبانو تر راکټي بريد لاندې راغى، چې د انارخېلو سيمې امنيتي پوستې ته يې د روژه ماتي لپاره اوبه راوړې. د دې پېښې له امله يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى. 

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې تېره شپه طالبانو د بغلان مرکز پلخمري ښار ته څېرمه د پوليسو ګزمه په نښه کړې او هغوى ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده، خو امنيتي مسوولين د دوى د وياند خبرې،ردوي.

امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د باز په نوم عمليات پر لاره اچولي وو، چې د لسو وسله والو د وژلو د او له هغوى د لسو کليو د پاکولو ادعا يې کړې وه، خو طالبانو بيا ادعا کوله، چې مقابل لوري ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغو عملياتو کې ٢٨٠ کورنۍ هم بېځايه شوې وې، چې ډېرى يې د سيمې له پاکولو وروسته بيرته راستنې شوې دي.

خو د سيمې يو سپين ږيرى محمداجان وايي، له عقاب عملياتو څخه درې ورځې وروسته، طالبان يو ځل بيا کليو ته راستانه شوي دي.

هغه وويل: “په کلي کې د طالبانو تګ راتګ د وير په ټغر کېنولي يو، دولت بايد داسې يو کار وکړي، چې د طالبانو له شره مو د هميشه لپاره خلاص کړي.”

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.