کابل (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٢): د لوګر ولايت اړوند سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوې غونـډې د ايساف په بمبار کې ١٥ تنه وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ولايت د مرکز پل علم اړوند د الوزو سيمې په يوه باغ کې پر يوې پوستې د بريد لپاره راټول شوي وو.
هغه زياته کړه، چې ايساف ځواکونو د استخباراتي معلوماتو له مخې، پر هغوى هوايي بريد ترسره کړ او په پايله کې يې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړى وايي، چې په وژل شوو کې د سباوون په نوم يو مهم طالب قوماندان هم شامل دى.
د دروېش په وينا، دغه عمليات د شپې لس بجې پيل او سهار ته نږدې تر درېيو بجو پورې يې دوام درلود.
د الوزو کلي يوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو عملياتو پر مهال ځمکنۍ جګړه نه ده شوې او ايساف خپل هوايي ځواک کارولى دى.
د هغه په وينا، په عملياتو کې بې پيلوټه الوتکو، چورلکو او جيټ الوتکو برخه اخيستې وه.
عبدالرحمن وويل، چې د وژل شوو طالبانو مړي د پل علم د بابوس سيمې يوه ښوونځي ته راوړل شوي او اوس د سيمې د اوسېدونکو له خوا تر جنازې وروسته خاورو ته سپارل کېږي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې مياشتې له پيل راهيسې په دغه ولايت کې د نجات په نوم عمليات پيل شوي دي.
په دغه ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان پرون د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٧٥ وسله والو طالبان وژل شوي او تر ١٠٠ زيات ټپيان دي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن