ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته د “ملي ايتلاف” کانديد مشخص شوى دى

د ولسمشرۍ ټاکنو ته د “ملي ايتلاف” کانديد مشخص شوى دى

author avatar
18 Jul 2013 - 16:01
د ولسمشرۍ ټاکنو ته د “ملي ايتلاف” کانديد مشخص شوى دى
author avatar
18 Jul 2013 - 16:01

کابل(پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٢): د حکومت  اپوزيسيون ” دافغانستان ملي ايتلاف ” اعلان وکړ، چې دولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته يې خپل کانديد مشخص کړى او نوم به يې دګوندونو لارښودې شورا سره  تر مشورې وروسته اعلان کړي .

د ملي ايتلاف وياند سيد فاصل سانچارکي نن (د چنګاښ ٢٧مه) پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې تېره شپه نږدې سل تنو ،چې په کې د لارښودې شورا  غړو، دګوندونو مشرانو ، ملي مخور  شخصيتونو ، د ملي شورا استازيو، پېژندل شويو علماوو ، روڼ اندو ، دايتلاف دښځو شورا غړو او دځوانانو  استازو  ګډون درلود، سره راټول او ددغې شورا د کمېټې له خوا ټاکل شوې کړنلاره  يې مشخصه کړه.

 هغه ددغې کړنلارې په اړه معلومات ورنه کړل ، خو زياته يې کړه : ((له ګوندونو سره د مشورو په سبب زموږ دکانديدانو اعلان وځنډېده ، کله چې دغه مشورې يوې پايلې ته ورسېږي ، نو زموږ کاند به اعلان شي .))

په دې بحثونو او مشورو کې ٢٣ سياسي ګوندونه ، د همکارۍ شورا او سياسي ايتلافونه ګډون لري .

 نوموړي وويل، چې دګوندونو دلارښودې شورا غړو نن ناسته وکړه ،خپل  دوه يا درې نور کانديدان يې هم وړاندې کړل ، خو تر اوسه هوکړه نه ده شوې، په راتلونکې کې به هوکړه وشي ، چې په پايله کې  به يو کانديد دګوندونو د همکارۍ شورا او سياسي ګوندونو د ايتلاف څخه  د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د کانديد په توګه وړاندې شي .

 سانچارکي په ډاګه کړه : ((ممکن په نننۍ او يا هم په راتلونکې ناسته کې، چې په راتلونکې اونۍ کې به تر سره شي ، په يوه مشخص کانديد هو کړه وشي .))

 په دغه ناسته کې محمديونس قانونى، ډاکتر عبدالله عبدالله ، نورالحق علومي ، شفيقې نوري ، سيدعلي کاظمي او يو شمېر نورو سياسي شخصيتونو برخه اخيستې وه .

د ملي ايتلاف وياند وايي، چې ډاکټرعبدالله د ټاکنو په اړه د مشورو او خلکو سره دليدو کتو راپور د امريکا او چين سفيرانو او نړيوالو بنسټونو ته وړاندې کړ .

 “د افغانستان ملي ايتلاف “په ١٣٩٠ لمريز کال کې دپخوانيو  ولسمشريزو ټاکنو کانديد او دبهرنيو چارو پخوانى وزير ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ خپل شتون اعلان کړ .

 دملي ايتلاف ارشد غړي محمد يونس قانوني د تېرې شپې په ناسته کې وويل:(( زموږ رقيبان سياسي تبليغات کوي، چې فلانکى دفلانکي مرستيال دى ، ټول بايد هوښيار وو، دا ډول اوازې او تبليغات به دکانديدانو تر نوم ليکنې روان وي ، ټول بايد ډاډمن وو او يو ځاى به حرکت کوو.))

 هغه وايي: ((ملي ايتلاف خپل محوريت او کانديد لري، که سره کښېناستو او يا مو په مېلمستيا کې ګډون وکړ ، نو معنى يې دا نه ده ، چې موږ دې بل ځاى يوه هوکړه ولرو.))

دا په داسې حال کې ده ،چې يوه سرچينه وايي، عبدالرب  رسول سياف راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته خپله کانديدي اعلان کړې ، مارشال فهيم او محقق يې هم د مرستيالانو په توګه ټاکلي دي .

 ددغې سرچينې په وينا، ځينې مطرحې جهادي څېرې وړمه  شپه په کابل کې دمارشال فهيم په کور کې په جوړه شوې غونډه کې ددغې موضوع په اړه هوکړې ته رسېدلې دي .

په ياده ناسته کې عبدالرب رسول سياف ، مارشال قسيم فهيم ، اسماعيل خان ، عبدالله عبدالله ، يونس قانوني او يو شمېر نورو پخوانيو جهادي څېرو ګډون درلود .

 د ملي ايتلاف دغه سرچينې وويل :”په دغه ناسته کې د استاد سياف ، مارشال فهيم او محقق کانديدي قطعي شوه ، له عبدالله عبدالله او يونس قانوني څخه وغوښتل شول، چې له دغې طرحې څخه  ملاتړ وکړ .”

د ملی ايتلاف ددغه چارواکی دمعلوماتو له مخې ، دغه غوښتنه داسماعيل خان په منځګړيتوب شوې، خو عبدالله عبدالله يې له منلو انکار کړى او ويلي يې دي، چې په دې اړه  وروستۍ تصميم به د ملي ايتلاف د لارښودې شورا له لوري ونيول شي .

 له عبدالله عبدالله څخه ددغه نوي ټاکنيز ايتلاف لپاره غوښتنه داسې مهال کېږي، چې پژواک ته د را رسېدلو معلوماتو له مخې ، دملي ايتلاف کاري کمېټې په خپله وروستۍ ناسته کې ولسمشريزو ټاکنو ته دهغه له کانديدۍ څخه ملاتړ کړى دى .

ټاکل شوې، چې ددغې کمېټې د ناستې پايله به دايتلاف شورا مشرانو ته وړاندې شي او د يادې شورا د تاييد په صورت کې به عبدالله عبدالله په رسمي ډول  ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد شي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.