پل علم (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، د لوګر مرکز پل علم ته نږدې د شنګ په نوم د امريکايي ځواکونو د پوځي اډې اته افغان کارګر وژل شوي دي.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د چنګاښ په ٢٧مه پژواک ته وويل، چې دغه اته کارګر نن سهار اته بجې کار ته پر لاره وژل شوي دي.
نوموړى زياتوي، دوى په يوه سراچه موټر کې سپاره وو، چې د خدر بازار په سيمه کې يې وسله والو مخه ونيوه.
د صادق په وينا، وسله والو لومړى د کارګرو سترګې او لاسونه تړلي او بيا يې وژلي دي.
د جليل په نوم يو تن، چې په وژل شوو کارګرو کې يې زوى شامل دى، پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو يې زوى په دغه کمپ کې کار کاوه.
هغه زياتوي، چې کارګر ټول د کلنګار اوسېدونکي دي او نن سهار اته بجې د امريکايانو کمپ ته نږدې ووژل شول.
د جليل په وينا، زوى يې په پوځي کمپ کې عادي کارګر و، د ١٢ کسيزې کورنۍ ټولې اړتياوې يې پوره کولې.
هغه په امنيتي چارواکو نيوکه وکړه، چې ولې په رڼا ورځ د دې ډول ناوړه پېښو مخه نه شي نيولى؟
د شنګ پوځي کمپ د پل علم سوېل ته په درى کيلومترۍ کې د کابل_ګردېز د لارې تر څنګ پروت دى.
طالب وياند ذبيح الله وايي، چې له پېښې خبر شوى، خو بشپړه معلومات نه لري.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن