ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې سېلابونو زيانونه اړولي

کابل کې سېلابونو زيانونه اړولي

author avatar
18 Jul 2013 - 14:54
کابل کې سېلابونو زيانونه اړولي
author avatar
18 Jul 2013 - 14:54

کابل (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٢): د کابل په خاکجباراو سروبي ولسواليو کې د سېلاب راوتو په پايله که لس تنه ژوبل شوي، له سلو زيات کورونه او کرنيزې ځمکې تاوانې شوې او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.

دغه سېلاب دوه شپې مخکې له تيز باران ورېدو وروسته د سروبي ولسوالۍ د نان زيي او د خاکجبار د چنار په سيمو که راوتي او درې ساعته يې دوام درلود.

د نانزيو کلي اوسېدونکي الله ګل جلالزي وويل، چې د سېلاب په نتيجه کې ٤٥ کورونه زيانمن شوي، څلور نور نړېدلي او لس تنه ټپيان شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دي سيمه کي ١٠٠جريبه کرنيزه ځمکه، درې د زردالانو او مڼو باغونه او يو کيلومتر سړک ويجاړ شوي دي.

جلالزى چي د الماس د اوبو رسونې پروژې مسوول هم دى، زياته کړه، چي سېلاب ١٥خرواره ترېشل شوي غنم چي په بوجيو کې ځاى پر ځاى شوي و او ١٦ وزې او پسونه يې هم له ځان سره وړي دي.

هغه زياته کړه: ((له دولت څخه هيله لرو تر څو زيانمنې شوې ځمکې او باغونه يا جوړ کړي او يا د جوړولو پيسې ورکړي، ځکه چې ولس تر پنځو کلونو پورې هم دا زيانمنې شوې ځمکې نه شي جوړولى.))

په خاکجبار ولسوالۍ که هم سېلاب خلکو ته زيانونه اړولى دى.

د خاکجبار ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس حاجي ځاځي وويل، سېلاب يو کيلومترسړک ړنګ کړى او نښلوونکې لارې يې تړلې دي.

هغه زياته کړه، چې په ياد طبيعي افت کې  ٩٨ کورونه، ٦٠ جريبه کرنيزه ځمکه، ١٥ جريبه باغونه، ٢٦ د اوبو بندونه او زرګونه د چناراو بېد ونې له منځه تللې دي.

د ځاځي په وينا، سېلاب دومره ډېر و، چي ٦٠ څاروي، وزې، پسونه او  يز هينو موټراو يو موټرسايکل يې له حان سره وړي دي.

د خاکجبار ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس وويل، زموږ خلک اکثرا کروندګر دي او کوم بل عايد نه لري، له مسوولو چارواکو او مرستندويه  موسسو غواړو چې له زيانمنو کورنيو سره مرسته وکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.