مېمنه (پژواک٢٨چنګاښ٩٢) : د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ٢پوليس او دوه طالبان وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
د فارياب د والي وياند احمدجاويد بيدار د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه نښته تيره شپه ٢ بجې وروسته تر هغه د ملي پوليسو او طالبانو ترمنځ رامنځته شوه ، چې په دولت اباد ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د بريښنا يوه پايه د ماين په وسيله ونړوله او د فارياب پر خلکو بريښنا بنده شوه .
هغه زياته کړه ، چې يادې سيمې ته د لويو لارو پوليس ورغلل او تر څو ساعته جګړې وروسته دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه ميله وسله د ملي پوليسو لاس ته روغله .
د بيدار په وينا، تر جګړې وروسته کله ،چې پوليس بيرته ستنيدل ټانګ يي پر يوځاې پرځاې شوي ماين برابر شو ، چې په ترڅ کې يي دوه پوليس ووژل شول دوه تنه ټپيان شول او ټانګ يي له منځه ولاړل .
د دولت اباد ولسوالۍ يوي حکومتي سرچيني د نوم د نه ښولو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نيږدې تر غرمې پورې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه .
هغه زياته کړه ، چې د دې جګړې له امله د شبرغان –مېمنې لوى سړک د مسافرو پرمخ تړل شوى دى .
د دولت اباد ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي غلام حضرت هم ياده نښته او مرګ ژوبله تاييد کړه .
خو هغه له افغان ځواکونو څخه غوښتنه وکړه ، چې هرڅه ژر د شبرغان –مېمني لويه لار دخلکو پرمخ پرانيزي ترڅو په دې روژه کې مسافرين د ګرمۍ له ستونزې خلاصى ومومي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ق
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن