کابل(پژواک٢٨چنګاښ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې ٢٦ وسله وال طالبان وژل شوي ٥ تنه ټپيان شوي او ٦تنه نور ژوندي نيول شوي دي .
د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د چنګاښ٢٨مه) پژواک اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تيرو ٢٤ ساعتونو کې افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال ٢٦ وسله وال طالبان وژل شوي ٥تنه ټپيان شوي ٦تنه يي ژوندي نيولي او يو تن بل يي د وژنې په تور نيولي دي .
د سرچينې په وينا، ياد عمليات تيره ورځ بغلان ، کندز ، بلخ ، کندهار ، لوګر او هلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي .
اعلاميه زياتوي : ((دغه عمليات په يادو سيمو کې له ترهګرو څخه د پاکونې په موخه په لار اچول شوي و .))
سرچينه ليکي ، چې په دې عملياتو کې د يوې اندازې وسلې او مهماتو ترڅنګ ٤٩حلقې ماينونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز په اعلاميه کې راغلي ، چې ملي پوليسو تيره ورځ د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې دوه حلقې ماينونه کشف او خنثى کړي دي .
سرچينه زياتوي ، دغه ماينونه په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو له لوري ځاې پرځاې شوي و.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پيښو په اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز په اعلاميه کې راغلي ، چې د کابل د امنيي قوماندانۍ منسوبينو تيره ورځ د پنځمې امنيتي حوزې په سيمه کې د وژنې په تور يو تن نيولي دي .
د يادې پښې په اړه نورجزئيات نه دي ورکړل شوي خو په اعلاميه کې راغلي ، چې له ياد شوي کس څخه پلټنې پيل شوي دي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن