واشنګټن (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢): سپينه ماڼۍ وايي، چې که طالبان پخلا نه شول، نو دوى به د سولې نورې لارې ولټوي.
د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني د چنګاښ په ٢٩مه خبريالانو ته وويل، چې دا اوس په طالبانو پورې اړه لري ، چې د سولې خبرې غواړي او که نه.
هغه زياته کړه، چې که طالبان دغه کار ونه کړي، نو امريکا به د سولې لپاره پر نورو لارو غور وکړي.
کارنى وايي، چې د قطر دفتر د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره يوه وسيله ده، اوس طالبان بايد پرېکړه وکړي، چې ايا په دې برخه کې پرمختګ کول غواړي او که نه؟
د سپينې ماڼۍ وياند زياتوي، د اوږدمهاله پلانونو لپاره سوله او پخلاينه اړينه ده او دا هغه څه دي ، چې امريکا له افغان حکومت سره شريک کړي دي .
دى وايي: ((په دې برخه کې موږ له افغان حکومت سره ګډ دريځ لرو او طالبان به د سولې په اړه له وضع شوو شرطونو سره سمه پرېکړه کوي.))
ټاکل شوې ده، چې تېره مياشت په قطر کې د دفتر تر پرانيستل کېدو وروسته د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې پيل شي.
خو په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پر څرنګوالي د افغان حکومت له کلک اعتراض وروسته ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره پر دغه سند خبرې وځنډولې، چې په پايله کې يې د امريکا او طالبانو تر منځ پيلېدونکې خبرې هم له منځه لاړې.
د افغانستان حکومت دريځ خپل کړى و، چې امريکا ورسره د ياد دفتر د پرانيستلو په اړه کړې ژمنې عملي کړې نه دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن