ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې لاريون کوونکو د انور سادات محاکمه وغوښته

author avatar
20 Jul 2013 - 15:36
author avatar
20 Jul 2013 - 15:36

 جلال اباد (پژواک ٢٩ چنګاښ٩٢): په ننګرهار کې مدني ټولنو د ولسي جرګې د غړي انور سادات پر ضد لاريون وکړ.

 په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازي انور سادات تېره اونۍ د جرګې د غونډې پر مهال پښتون قوم ته سپکاوى وکړ.

 لسګونو لاريون کوونکو د چنګاښ په ٢٩مه د جلال اباد ښار د پښتونستان په څلورلارې کې د ولسي جرګې د غړي انور سادات پر ضد لاريون وکړ او له مرکزي دولته يې غوښتل چې ياد شخص دې محاکمه شي.

 د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې مشر لعل پاچا ازمون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې محمد انور سادات د بيان له ازادۍ ناوړه ګټه پورته کړې او د ملت په کور کې يې د افغانستان غوڅ اکثريت قوم ته سپکې سپورې ويلې دي.

 هغه زياته کړه: ((پښتون متعصب قوم نه دى، موږ په افغانستان کې اوسو او د دغه وطن ټول اوسېدونکي که هر قوم دى، افغانان دي.))

 نوموړى وايي، چې پښتنو تل د دغه هېواد د ازادۍ او پرمختګ لپاره کار کړى او هر هغه څوک چې پر دوى د ترهګرو او فساديانو نوم ږدي، د دوى له زغمه وتلې خبره ده.

 نوموړي پر ولسي جرګې غږ وکړ، چې انور سادات دې ممنوع الخروج اعلان کړي او وروسته دې د محاکمې مېز ته راکش کړي.

 د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي هم د انور سادات هغه څرګندونې چې په ولسي جرګه کې يې کړې وې، په کلکه وغندلې او د نوموړي د محاکمې غوښتنه يې وکړه.

دى وايي: ((موږ هېچا ته دا اجازه نه ورکوو چې د کوم قوم سپکاوى وکړي، هغه که د ازبک قوم هم وي.))

 نوموړى وايي، دوى به تر هغه ارام کې نه ني، تر څو چې انور سادات نه وي محاکمه شوى.

 د ياد لاريون په ترڅ کې د لاريون کوونکو له لوري يو څو ماده ييز پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې په کې يې له ولسي جرګې غوښتنه کړې وه، چې نوموړى کس دې د محاکمې مېز ته راکش شي.

 همداراز په پرېکړه ليک کې له ولسي جرګې غوښتل شوي و، چې نوموړى دې ممنوع الخروج اعلان شي او بيا دې د قوانينو په رڼا کې محاکمه شي.

 په پرېکړه ليک کې له نورو هېوادونو هم غوښتل شوي وو، چې سادات ته دې په خپل هېواد کې پناه نه ورکوي.

 په پرېکړه ليک کې مرکزي دولت ته ګواښنه شوې، که چېرې يې پر دې موضوع جدي اقدامات ونه کړل نو دوى به له ياد کس سره د خپلو اصولو له مخې چلند وکړي.

 د لاريون په پاى کې د نوموړي انځور څېري او وروسته وسوځول شو.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.