ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکورنيو چارو وزير استيضاح کېږي

دکورنيو چارو وزير استيضاح کېږي

author avatar
20 Jul 2013 - 15:32
دکورنيو چارو وزير استيضاح کېږي
author avatar
20 Jul 2013 - 15:32

 کابل(پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢) : ولسي جرګې دامنيتي ستونزو په اړه دځواب ويلو لپاره دکورنيو چارو وزير په نا حاضرېدو سخته نيوکه وکړه او دنوموړي د استيضاح پرېکړه يې وکړه .

دولسي جرګې له خوا دکورنيو چارو وزير داستيضاح پرېکړه وروسته له هغه وشوه ، چې نن  (د چنګاښ ٢٩مه ) امنيتي چارواکي په ښارونو کې د نا امنيو د ډېروېدو او د نورو امنيتي ستونزو په اړه دځواب ويلو لپاره عمومي غونډې ته وغوښتل شول .

 د ولسي جرګې نننۍ ناستې ته دکورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ ، ددفاع وزير بسم الله محمدي ، دسيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس عبدالخالق فراهي او دملي امنيت رييس ورغوښتل شوي وو، له دې ډلې دفاع وزير، دکورنيو چارو مرستيال وزير او دسيمه ييزو ارګانونو ادارې مرستيال ناستې ته حاضر شول، خو  د دوو مرستيالانو حضور ونه منل شو او له دفاع وزير څخه هم دنورو چارواکو دنه حاضرېدو له امله استجواب ونه شو .

دکورنيو چارو وزير نه حاضرېدل د ولسي جرګې د ډېرو غړو د نيوکې سبب شول ، دهغه دا کار يې دخلکو دکور پر وړاندې بې اعتنايي وبلله او دهغه داستيضاح غوښتونکي شول .

په ولسي جرګه کې دپکتيا دخلکو استازي نواب منګل وويل،چې دکورنيو چارو وزير څو ځله دولسي جرګې امنيتي کمېسيون ته غوښتل شوى، خو نه دى حاضر شوى، نو بايد دسلب صلاحيت لپاره يې صندوقونه کېښودل شي .

هغه زياته کړه، دکورنيو چارو وزارت نه دى توانېدلى ، چې خپلې دندې په ښه ډول تر سره کړي، له هغه مهاله ،چې مجتبى پتنګ په دغه څوکۍ ټاکل شوى ، امنيتى وضعيت ٨٠ سلنه خراب شوى او په ځينو ولايتونو کې يې امنيتي وضعيت نور د زغم وړ نه دى .

دولسي جرګې يوه بل غړي محب الله فرقاني هم نيوکه وکړه او ويې ويل : (( دا څوم ځل دى،چې دکورنيو چارو وزير استجوابېږي ، خو اصلا د ملي شورا پر وړاندې بې اعتنايي کوي ، دوزارت دروازې يې ځان  پسې تړلي او د خلکو دستونزو دحل لپاره په بېلابېلو بهانو څوک نه ور پرېږدي .))

دولسي جرګې يوه بل غړي، محمدعبدُه وويل، چې دکورنيو چارو وزير له خپلې دندې خسته شوى ، دسلب صلاحيت لپاره چمتووالى نيسي او يا داچې ډاډمن دى ، چې ځينو وکيلانو د شخصي اړيکو پر بنسټ ډاډ ورکړى، چې د استيضاح مخه به يې ونيسي .

هغه ټينګاروکړ، چې دخلکوکور ته دکورنيو چارو وزير بې اعتنايي له اندازې تېره شوې او څوک چې خپل صلاحيت له اساسي قانون لوړګني، نو غوره لاره يې داده ،چې دصندوق په اېښودلو دباور رايې ترې بېرته واخيستل شي .

خو د جرګې ځينو نورو غړو د کورنيو چارو د وزير له استيضاح سره مخالفت کاوه او ويل يې، چې په ټول هېواد کې امنيت خراب شوى او که د کورنيو چارو وزير په جرګې کې ګډون نه درلود، نو په دې اړه بايد د ملي دفاع له وزير څخه د ځواب غوښتنه شوې واى.

نادرخان کټوازي وويل: ” وزيرانو ته هره ورځ د صندوق کېښودل د ملت پر وړاندې د ولسي جرګې د شرم لامل شوي، ځکه څو ځلې وزيرانو ته د هغوى د بې واکه کېدو صندوق کېښودل شوى، خو په پاى کې وينو، چې بيرته ترې بريالي راوتلي دي، چې د غه کار د ولسي جرګې د بې حيثيته کېدو لامل شوى دى.”

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل،  د ولسي جرګې د رييسانو کمېټې له ولسمشر سره په خپله ناسته کې له هغه غوښتي، چې وزيران د ځواب ويلو په موخه بايد ولسي جرګې ته حاضر شي او ولسمشر په وزيرانو ټينګار وکړ، چې د ملي شورا په غونډو کې ګډون وکړي، خو د کورنيو چارو وزير نننۍ غونډې ته، چې يوه اونۍ وړاندې خبر ورکړل شوى و، حاضر نه شو. 

په پاى کې د جرګې مشر وويل، چې ځينو غړو د کورنيو چارو د وزير د استيضاح فورم لاسليک کړى او پرېکړه وشوه، چې د استيضاح کره نېټه به د رييسانو د کمېټې له لوري وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې درې مياشتې وړاندې هم د کورنيو چارو وزير د استيضاح پرېکړه کړې وه، خو له هغه وروسته د ولسي جرګې ځينو غړو د هغه د استيضاح په اړه خپل لاسليکونه بيرته واخيستل، چې له امله يې هغه له استيضاح وژغورل شو.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.