هرات (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢): له اداري فساد سره د مبارزې اداره وايي، چې د هرات د نفت او ګاز ادارې له خوا د شکايت او ترلاسه شوو اسنادو پر بنسټ يې د نورم او سټندرډ د ادارې د تور غونډۍ څانګه څارنوالۍ ته ور پېژندلې ده.
په لوېديځ زون کې له اداري فساد سره د مبارزې مشر محمدطاهر عنبري پژواک خبري اژانس ته وويل، په تور غونډۍ کې يې ۱۰ ټانکرونه درولي، چې د ټيټ کيفيت تېل يې له ترکمنستان څخه را لېږدول او ارزونه يې د ښه کيفيت تېلو شوې ده.
عنبري زياتوي، اسناد او شواهد يې د هرات عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي، تر څو دغه سرغړونه وڅېړل شي.
د هرات د تېلو او اوبلن ګاز د ادارې مشر عبدالله خسرو هم ومنله، چې ۱۱ ټانکره د ټيټ کيفيت تېل مشخص شوي، چې د نورم او سټنډرډ اداره يې اسناد هم لري.
خو د نورم سټنډرډ اداره بيا دا ډول تورونه ردوي، د دې ادارې يو چارواکى، چې نه غواړي نوم يې څرګند شي پژواک اژانس ته وويل، دغه خبر په شفاهي ډول ورته ورسېدلى، خو تيار دى چې پرې د لګېدلو تورونو سپيناوى وکړي.
هغه زياتوي، د نفت او اوبلن ګازو د کتنې چارې دقيقې دي او هيڅ ټانکر له کتنې پرته افغانستان ته نه شي داخلېداى.
سرچينه وايي، څه موده مخکې يې د افغان سوداګرو ۳۱ ټانکر بې کيفيته تېل بېرته ترکمنستان ته ولېږل.
د يادونې ده ، چې د نورم او سټنډرد د ادارې د تېلو او ګازو کيفيت د کتنې څانګه يو مياشت مخکې په تور غونډۍ او اسلام کلا بندرونو کې پرانيستل شوې او چارې يې د جيو کيم په نوم هندي کمپنۍ پر مخ بيايي.
څه موده مخکې په اسلام کلا او تور غونډۍ کې د دې څانګې له پرانيستلو سره سلګونو ټانکر چلوونکو له دې امله اعتراض وکړ، چې له دوى د هر ټانکر پر سر ٦١٨ امريکايي ډالره کمېشن اخيستل کېږي او دوى يې د ورکړې توان نه لري.
د جيوکيم هندۍ کمپنۍ له سوداګرۍ او ماليې وزارتونو سره د تړون له مخې د افغانستان په ټولو بندرو کې څانګې لري او دا مهال د نړۍ په ۲۸ هېوادونو کې فعاليت کوي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن